تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان وايي د کابل شهر نو کې پر یوه هوټل برید پای ته رسیدلی
طالبان وايي د کابل په شهر نو کې پر یوه هوټل برید د درېیو بریدګرو په وژلو پای ته رسیدلی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي "د هوټل ټول میلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی تبعه ندی وژل شوی. صرف ۲ تنه بهرني میلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوه.
ښاغلي مجاهد دا نه دي ویلي چې بهرنيان د کوم هېواد خلک دي.
کابل کې د طالبانو پولیسو مخکې ویلي وو "نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کابل ښار شهر نو سیمه کې د یوه هوټل ودانۍ چې عام وګړي په کې اوسېږي، د شریرو عناصرو له خوا تر برید لاندې راغلې."
رویټرز خبري اژانس د طالبانو له خولې لیکلي، چې چاودنه د کابل په "شهر نو" سیمه کې شوې او ظاهرآ هغه ځای په نښه شوی چې چينايي پانګوال پکې اوسېږي.
په خواله رسنیو کې ځینې وېډیوګانې لېدل کېږي چې له یوې ودانۍ لوګي پورته کېږي او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
شینهوا خبري اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي، دغه برید هغه میلمستون ته نژدې شوی چې چینايي وګړي پکې اوسېدل.
روښانه نه ده چې دغه برید د چا کار دی.
دا خبر تازه کېږي...