افغان مشهوره سندرغاړې مېرمن قمرګله کاناډا کې مړه شوه

قمرګله

د عکس سرچینه، Social

د عکس تشریح، مېرمن قمرګله له تېره یوه کال راهیسې له سرطان ناروغي ځورېدله
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان مشهورې سندرې غاړې مېرمن قمرګلې کورنۍ تایید کړې چې مېرمن قمر ګله له شاوخوا یوه کال راهیسې له سرطان ناروغي کړېدله او د جمعې په ورځ یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغې زوی اېمل زاخېل بي بي سي ته دغه خبر تایید کړ. ''د افغانستان د هنر یوه ستره هستي او زما ګرانه مور له تېره یوه کال راهیسې له سرطان ناروغي ځورېدله او نن د دسمبر په نهمه نېټه یې له دې فاني دنیا سترګې پټې کړې. ''

د اېمل زاخېل په وینا مېرمنې قمرګلې د افغان هنر او موسیقي لپاره ستر کار کړی دی ''زه په دې یقین لرم، چې زما د مور مېرمن قمرګلې هلې ځلې د افغانستان په هنر او کلتور کې هېڅکله نه هېرېږي. ''

د ویډیو تشریح، نغمه: قمرګلې زما پر هنر لوړ اغېز درلود

مېرمن قمرګله د ننګرهار په ولایت کې زېږېدلې وه او له کوچنیوالي یې په سندرو ویلو پیل کړی وو. ډېر ژر مشهوره شوه او د کابل راډیو ته یې لار وموندله. د وخت له ولسمشرانو یې جایزې او مډالونه هم ترلاسه کړي وو. پخواني ولسمشر حامد کرزي ورته د افغانستان بلبلې لقب هم ورکړی وو. د کال سندرغاړې هم نومول شوې وه.

هغې له رسنیو سره په مرکو کې ویلي و، د موسیقۍ ډګر ته په ورتګ سره یې خپل خپلوانو سرخوږی ورته جوړاوه، خو پلار او یوه ورور یې چې له مخکې له موسیقي سره سر او کار درلود، د هغې ملاتړ کاوه.

مېرمن قمرګلې له مشهور افغان سندرغاړي دین محمد زاخېل سره شاګردي پیل کړه چې بیا وروسته یې واده سره وکړ. هغه مهال ډېر کمپوزونه هم محمد زاخېل ورته جوړول. لومړۍ سندره یې ''په ما مينه سترگې دې سرې دي - نن دې ډير ژړلي دينه ''وه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په ټولنیزو رسنیو کې د مېرمن قمرګلې پر مړینه بېلابېل غبرګونونه ښوول شوي دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي ورته لیکلي ''په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د موسیقي ځلانده ستورې مېرمن قمرګل په غربت کی له نړۍ سترګې پټې کړې. ''

د مالیې پخواني وزیر حضرت عمر زاخېلوال لیکلي ''د مرحومې خوږې هیوادنۍ ترانې به تر اوږدې مودې د هیوادوالو د یادونو برخه وي. ''

هغې په کاناډا کې ژوند کاوه او یوه زوی یې اېمل زاخېل هم د هغې لار نیولې او سندرغاړی دی.