د امریکا استخبارات: ژمي کې د اوکرایین جګړې د کمېدو احتمال زیات دی

اوکرایین جګړه

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

د امریکا استخباراتي ادارې وايي، د اوکرایین جګړه ورو شوې ده او ښايي روان ژمی لا نوره هم په کمېدو شي.

د امریکا د استخباراتو مشره اوریل هاینز وايي، جګړه کې د اوکراییني ځواکونو له لوري د مقاومت د کمېدو هېڅ شواهد نشته خو ډېر احتمال شته چې د ژمي په اوږدو کې جګړه مخ په کمېدو شي.

آغلې هاینز زیاته کړې چې دواړه خواوې به هڅه کوي چې پسرلي کې د هر ډول "ځوابي بریدونو" لپاره ځانونه چمتو کړي. او د روسیې د بریدونو تمرکز به بیاځلې د اوکرایین د انرژۍ پر مهمو ا و حیاتي زیربناوو ورټول وي.

د اوکرایین او روسیې تر منځ د پیل شوې جګړې نهه میاشتې کېږي خو روسیې په دغه موده کې له نمايي زیاتې نیول شوي سیمې بېرته له لاسه ورکړي.

آغلې هاینز کلفورنیا کې یوې دفاعي غونډې ته خبرو کې ویلي چې اسمهال جګړه ډېره په بخموت شاوخوا سیمو او د اوکرایین ختیځ دونیڅک ښار کې روانه ده.

نوموړې وايي، تېره میاشت د اورکرایین له لویدیځ سیمې خرسونه د روسي ځواکونو له ایستلو وروسته جګړه سړه شوې.

د هغې په ټکو:"مونږ اوس د جګړې د ورو کېدو شاهدان یو، او تمه لرو چې دا هغه څه وي چې راتلونکو میاشتو کې به یې ووینو."

US Director of National Intelligence testifying before a Senate committee in March this year

د عکس سرچینه، Getty Images

آغلې هاینز ویلي:" مونږ په دې اړه باوري نه یو چې آیا روسان به د دې کار کولو ته چمتو وي که نه خو مونږ وینو چې روسي پوځ د اکمالاتو، مهماتو او لوژستیک کموالي سره مخ دی او مورال یې کمزوری شوی"

سره به دې چې د امریکا د استخبارتو اداره د اوکرایین جګړې د کېمدو خبره کوي خو ورته وخت کې رپوټونه شته چې روسیه له اوکرایین په نیول شوي ساحلي ماریوپول ښار کې د یوې لویې پوځي اډې په جوړولو هلته خپل پوځي حضور غښتلی کوي.

د "مکسار" د ځمکې د څار شرکت په مټ اخیستل شویو د مصنوعي سپوږمکیو په انځورونو کې ښکاري چې هلته یوه لویه پوځي اډه جوړه شوې ده.

نوې اډه ښار منځ ته نژدې د اس د نیال یا د انګلیسي U توري په بڼه جوړه شوې او پر بام یې د روسي پوځ ستوری لرونکی نښان له سور،‌ سپین او اوبیزو رنګونو سره ښکاري او (د ماریوپول وګړو لپاره) توري پرې لیکل شوي.

ماریوپول

د عکس سرچینه، Maxar

د مسکو ځواکونو د روان کال په اوږدو کې کابو درې میاشتې دا ښار کلابند کړی و او د پرله‌پسې توپونو او توغندیو بریدونو له کبله هلته د ښار ویجاړې شوې مېنې لاهم کنډوالې پاتې دي.

اوکراییني چارواکو تېره میاشت په بریدونو کې د شاوخوا ۲۵ زره کسانو د وژل کېدو اټکل کړی و،‌ خو ملګرو ملتونو ویلي وو، دوی د ۱۳۴۸ ولسي وګړو وژل کېدل په زبات رسولي، خو وايي ښايي د وژل شویو ریښتینی شمېر "تر زرګونو واوړي".

د ښار د هدیرو له انځورونو ښکاري چې ساحه یې پراخه شوې ده. رپوټونه وايي، روسي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې له کنډواله شویو ودانیو د خښولو لپاره مړي رایستلي دي.

تېره میاشت د بي بي سي پانوراما پروګرام د انځورونو د شننې برخې ویلي وو چې د ښار په هدیرو کې ۱۵۰۰ نوي قبرونه کیندل شوي دي.