افغانستان؛ د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ''عامه نظم'' په څانګه کې ښځینه پولیس په دنده ګوماري

د عکس سرچینه، Home ministry
په افغانستان کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دې وزارت په چوکاټ کې د امن عامه ریاست لپاره ښځینه پولیس سرتېرې روزي او پر دنده یې ګوماري.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې ویډیو کې طالبان له هغو ښځو چې مخکیني حکومت کې یې د پولیسو اداره کې دنده درلوده او له هغو چې له هېواده بهر ته تللې، غواړي چې بېرته خپلې دندې ته ستنې شي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې هکله وايي: ''د کورنیو چارو وزارت کې ښځینه پولیسانې شته، خو شمېر یې کافي نه دی او موږ غواړو له همدې کبله هغه پخوانۍ ښځینه پولیسانې چې روزل شوې دي، مسلکي او کاري تجربه ولري، په پولیسو کې پر دنده وګومارو ''.
د یادونې ده چې د عامه نظم په نامه د افغانستان پخواني حکومت کورنیو چارو په وزارت کې مخکې هم د پولیسو یو قطعه وه، چې مظاهرو امنیت لپاره یې پر دنده ګومارل کېده.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې ویډیو کې یوه ښځه وايي، ''له ځانه د دفاع ''وړتیا لپاره یې روزنه شوې ده.
په یاده ویډیو کې دغه راز لیدل کېږي چې ښځینه پولیسو ته ځانګړې خولۍ او یو ډول ډالونه ورکړل شوي چې د مظاهرو پر مهال یې پولیس سرتېري کاروي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته څو ځله ښځو مظاهرې او احتجاجونه کړي، چې ځینې وخت په تاوتریخوالي پای ته رسېدلې دي.
له احتجاجي ښځو سره د نارینه طالب سرتېرو د سخت چلن، هوايي ډزو یا اوښکې بهوونکي ګاز کارولو په هکله په پراخه کچه اعتراضونه هم شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
طالبانو په دا وروستیو کې ویلي وو چې د بدخشان ولایت امنیه قومندانۍ لپاره ۱۰۰ تنه ښځینه پولیسې په دنده ګوماري.
معمولاً د دې ښځو دنده په دولتي ادارو کې د ښځینه مراجعینو تالاشۍ او یا هم د کورونو په تالاشیو کې کې د دې ښځینه سرتېرو شتون بلل کېږي.
د یادونې ده چې د افغانستان مخکیني حکومت کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې ویلي و، د پولیسو په لیکو کې د ښځینه سرتېرو او افسرانو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته رسېږي، چې هغه وخت یې د ټولو پولیسو درې سلنه جوړوله.
افغان چارواکو هغه مهال ویلي و، ۱۲۴ زره کسان د پولیسو په چوکاټ کې په دندو بوخت دي چې له ډلې یې څلور زره هغه مېرمنې وي.


















