ناټو د هغو پوځي معلوماتو ارزونه کوي چې هکران یې په انلاین بڼه پلوري

د عکس سرچینه، MBDA Missile Systems
ناټو هغه پټ پوځي اسناد ارزوي او اغیز یې معلوموي چې د هکرانو لخوا غلا شوي او انلاین پلورل کېږي.
دې غلا شویو اسنادو کې د هغو وسلو په اړه هم معلومات شته چې د اوکرایین په جګړه کې د ناټو متحدینو لخوا کارول کېږي.
همدارنګه ناټو د هغو هکرانو په لټه کې ده چې د دې سازمان او د وسلو جوړونکي شرکت پټ معلومات یې غلا کړي او اوس یې پلوري.
دا معلومات له ام بي ډي ای شرکته غلا شوي چې ناټو ته توغندي جوړوي.
اروپا کې د وسلو لوی شرکت ام بي ډي ای چې مرکز یې فراسه کې دی منلي چې غلا شویو اسنادو کې د دوی معلومات هم شته دي خو د ام بي ډي ای شرکت محرم معلومات په کې نه شته دي.
یاد شرکت ویلي چې معلومات یې له یوه بهرني هارډ ډسکه ورک شوي او دا پېښه ایټالیا کې شوې.

د عکس سرچینه، MBDA Missile Systems
د ناټو ویاند په یوه بیان کې ویلي، مونږ هغه معلومات ارزو چې ادعا شوې د ام بي ډي له شرکته غلا شوي خو داسې هیڅ کومه نښه نه شته چې د ناټو اړونده شبکې له ګواښ سره مخ کړي.
هکران په روسي او انګلیسي ژبه لیکل شوي دغه اسناد( ۸۰ GB ) په ۱۵ بیټ کوین یا نژدې درې لکه پونډه چې څه باندې درې لکه ۲۲ زره ډالره کېږي پلوري.
هکرانو ادعا کړې چې غلا شویو اسنادو کې د شرکت د کارمندانو په اړه محرم معلومات شته چې د پوځي پروژو په پراختیا کې ښکیل وو.
همدارنګه دوی وايي، د وسلو د ډیزاین پورې اړوند اسناد، انځورونه، معلوماتي پاڼې(پریزنټېشنونه)، ویډیوګانې او قراردادونه په کې شته دي.





















