د اوکرایین ختیځ کې پر سلویانسک ښار بریدونه؛ چارواکي وايي "درنه جګړه روانه ده"

د عکس سرچینه، Vadym Lyakh/Facebook
د اوکرایین ختیځ کې پر سلویانسک ښار د روسي ځواکونو تازه بریدو نو کې لږترلږه دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
یوه ځايي اوکراییني چارواکي ویلي د دغو بریدونو له کبله د سلویانسک ښار مرکزي پلورنځي کې اور هم لګېدلی دی.
د ډونېڅک سیمې مشر 'پاولو کیریلېنکو' دغه بریدونه "سوچه ترهګري" بللې ده.
د سلویانسک ښاروال 'وادیم لیاخ' ویلي دغه ښار اوس د جګړې لومړۍ کرښه ده او ګواکې دا بریدونه له نږدې واټنه د توپخانې په وسیله شوي.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه د دغو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو عکسونه هم خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي چې ځانونه خوندي وساتي.
روسي ځواکونه غواړي د اوکرایین ختیځ کې دونباس صنعتي سیمه ټوله ونیسي.
د اوکرایین دا برخه له دوو سیمو لوهانسک او ډونېڅک جوړه ده.
مسکو دا دواړه سیمې خپلواکې بللې او د هغوی خپلواکي یې په رسمیت پېژندلې.
اوکراییني ځواکونه تېره اوونۍ له سختې جګړې وروسته د لوهانسک له وروستي ښار 'لیسیچانسک' ووتل او په دې توګه دا سیمه په بشپړ ډول د روسي ځواکونو لاس ته کیوته.
د اوکرایین حکومت وايي ځواکونه یې اوس ډونېڅک کې د خپلو مورچلو په پیاوړتیا بوخت دي او هڅه کوي د سلویانسک ښار په ګډون تر خپل واک لاندې سیمو دفاع وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
لوهانسک لپاره د کیېف لخوا ټاکل شوي مشر سېرهي هایدای د سې شنبې پر ورځ وویل چې "لیسیچانسک ته څېرمه د لوهانسک څنډو کې هم درنه جګړه روانه ده."
هغه زیاته کړې چې روسیه سیمه کې د لا ډېر ځواک په ځای پر ځای کولو بوخته ده.
ښاغلي هایدای وروستیو جګړو کې روسي ځواکونو ته د درنې مرګژوبلې اوښتلو ادعا هم کړې.
بي بي سي نه ده توانېدلې چې د وروستیو بریدونو جزییات په خپلواک ډول تائید کړي.




















