ولې ځینې مسلمانان د سکاټلنډۍ ښځې د قبر زیارت کوي؟

اسکات
د عکس تشریح، د زینب قبر او ورته راټول شوي زیارت کوونکي
    • Author, ارین کاکس
    • دنده, بي بي سي سکاټلنډ
  • د خپرېدو وخت

د بریتانیا په سکاټلنډ کې ګڼ شمېر نوي مسلمان شوي بریتانوي وګړي، هلته د یوې مسلمانې ښځې د قبر زیارته ځي.

دا زیارت سکاټلنډ کې د یوه غره پر یوه لوړه څوکه جوړ شوی او زیارت کوونکي اړ دي، چې زیارته تګ لپاره لس کیلومتره اوږده لاره په پښو ووهي.

دغه سکاټلنډۍ مېرمنه اوولین نومېده، چې وروسته یې خپل نوم په زینب بدل کړ او د سکاټلنډ له اشرافو خلکو څخه وه.

د مېرمن اوولین د ژوند کیسه ډېره جالبه ده.

هغه په کوچنیوالي کې په قاهره او الجزائر کې اوسېدلې وه.

د هغې پالونکې مسلمانانې وې.

دا به له هغوی سره جومات ته تلله، هلته یې ملګرې لرلې او له همدې ځایه له اسلام سره اشنا شوه.

دې په خپل کتاب کې لیکلي، هغه وخت یې زړه په غیر ارادي ډول اسلام ته مایل و.

لاسمات
د عکس تشریح، اوولین په ۱۸۹۱ کال کې له جان کوبولد سره اشنا شوه او د قاهرې د سفر په ترڅ کې ورسره واده وکړ

په کره توګه معلومه نه ده، چې میرمن اوولین څه وخت مسلمانه شوې ده.

داسې ښکاري، چې په روم کې له پاپ سره یوې ناڅاپي لیدنې پرمهال دې خپله عقیده په ډاګه کړې وه.

نوموړې په دې اړه ویلي: ''پاپ را څخه وپوښتل، کاتولیکه یې؟ لږ حیرانه شوم چې څه ووایم، بیا مې ورته وویل، زه مسلمانه یم.''

له دې وروسته اوولین خپل نوم په زینب بدل کړ او په ۶۵ کلنۍ کې د حج لپاره سعودي عرب ته ولاړه.

داسې ګمان کېږي چې اوولین لومړنۍ بریتانوۍ مسلمانه وه چې حج ته تللې وه.

میرمن اوولین (زینب) کوبولد په ۱۹۶۳ کال کې مړه شوه.

نوموړې په خپله خوښه د غره همدا لوړه څوکه د خپل قبر لپاره غوره کړې وه چې اوس سکاټلنډ کې د نویو مسلمانانو لپاره په یوه زیارت بدل شوی دی.

ایران
د عکس تشریح، د زینب قبر ته ور روان زیارت کوونکي

مسلمانان د هغې قبر ته ورځي دعا کوي، تلاوت کوي او د هغې یاد تازه کوي.

میرمن اوولین زینب کوبولد نه غوښتل،له ټولنیز ژونده ګوښه کړلی شي، هغه هم له دې کبله چې یوه ښځه ده.