تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې په نړۍ کې د خلکو لیوالتیا شخصي جیټ الوتکو کارولو ته زیاته شوې؟
امریکایی سوداګر ریک شرمر وايي، هغه او کورنۍ یې چې په شخصي الوتکه کې سفر کوي نو ځان ډېر "خوندي احساسوي."
لاس انجلس کې میشت د بازار موندنې نوموړی مشر وايي: "په شخصي الوتکه کې الوتنه په دې مانا ده چې زموږ کورنۍ هوایي ډګر کې د امنیت لپاره ترسره کېدونکو چارو څخه بې غمه وي."
هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه او د الوت لپاره انتظار او قهر له دې ټولو د شخصي جیت لوونکي وګړي بې غمه وي.
دا د عصري زمانې یو ځانګړی ژوند دی چې تاسو کولی شئ د لویو هوایي ډګرونو او نورو مسافرینو له ګډوډۍ مخنیوی وکړئ.
تاسو ان اړتیا نلرئ چې ترمینل ودانۍ ته لاړ شئ.
د شخصي جیټ الوتکو بله ګټه له نړیوالې وبا ځان خوندي ساتل دي او تاسې کولی شئ د پېرلو پر ځای د یوې لوړې بیې ټکسي په څېر ځان ته کرایه کړئ.
په لنډو ویلو شو چې شخصي جیټ الوتکو کارونه زیات شوي، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۱ کې.
ونګ ایکس کمپنۍ چې د ملکي هوايي چلند شمېر څېړي وايي، تېر کال ۳،۳ میلیونه الوتنې شوې او دا بې مخینې دی.
دا شمېر د ۲۰۱۹ کال پر تله اووه سلنه لوړ دی او ډېرې الوتنې په امریکا او اروپا کې ترسره شوي دي.
هغه مهال چې د کورونا وبا له کبله الوتنې بندې شوې وې، یو شمېر بډایه کسانو د همدې جیټ الوتکو له لارې خپل سفرونه کول.
اوس چې نړۍ په دې قانع شوې چې کورونا وبا کمه شوې، ایا د شخصي جیټ الوتکو کارول به کم شي؟
د شخصي جیټ الوتکو شرکت وسټا جیټ سوداګریز مشر ایان مور وايي: "ډیر خلک داسې سفر خوښوي چې تر ډېره یې خپل کنټرول کې وي او د اصولو له اړخه یو څه نرمښت په کې وي دا هغه څه دي چې سوداګریز الوتنو کې نه شي تر لاسه کولی."
نوموړی شرکت ۷۳ الوتکې لري او ښاغلی مور وايي، تېر کال په اروپا کې ۲۶ سلنه او په نوره نړۍ کې ۲۱ سلنه په الوتونو کې زیاتوالی راغلی وو.
هغه زیاتوي، د شرکت لخوا ترلاسه شوي ۷۱ سلنه غوښتنلیکونه د هغو مسافرو دي چې پخوا د شخصي هوایي چلند عادي هغه نه وو.
هغه وویل، "موږ تمه لرو، د شخصي مسافرینو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې او همداسې راتلونکې کلونه لا لوړ شي."
د شخصي جیټ الوتکو لپاره یو انلاین پلیټ فارم جوړ شوی چې د نوموړي په خبره د نړۍ له ګوټ ګوټ ۱۵،۰۰۰ غوښتنلیکونه ورته رسیدلي دي.
د شخصي الوتکو یو شمېر نور شرکتونه بیا وايي، چې هڅه کوي د الوتنو لپاره نورې الوتکې وپېري.
خو دا وېره هم شته چې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله د شخصي جیټ الوتکو تقاضا کمه شي.
د جیټ الوتکو بیه اوس د تېر کال همدې مودې پرتله دوه برابره زیاته شوې.
په هرحال، دا هم ریښتیا ده چې شخصي الوتکې هیڅکله ارزانه نه وي.
دا پوښتنه چې دا مهال کرایه کول یې څومره لګښت لري؟ په ځواب کې باید وویل شي چې د دې میاشتې تر پایه له لندنه د مدیترانې ټاپو اېبیزا ته د سفر لپاره د یوې الوتکې ګرایه به شاوخوا ۲۸،۰۰۰ ډالر وي.
په هرحال، پر چاپیریال د شخصي جیټ الوتکو اغېز په اړه اندیښنې هم شته دي.
د کلینر ټرانسپورټ په نامه کمپاین کوونکي وايي، شخصي هوایي شرکتونه د سوداګریزو هوایي شرکتونو پرتله هوا ډېره ککړ وي که د هر مسافر په سر حساب وشي نو له پنځو تر ۱۴ ځلو ډیره ککړتیا رامنځ ته کوي.
شخصي جیټ چمتو کونکي دا ردوي.
د دوی له ډلې ځینې وايي، هڅه کوي د هایدروجن او برېښنا په مټ الوتونکې الوتکې وکار وي.