د کابل شهزاده سرای کې لاسي بم چاودنې مرګژوبله اړولې ده

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وایي چې یوه غله د پیسو غلا کولو پر مهال لاسي بم کارولی
د خپرېدو وخت

د کابل ښار د صرافانو لوی مارکېټ شهزاده سرای کې یکشنبه یوې لاسي بم چاودنې لسګونه کسان ټپیان کړي او لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

طالبان د ټپیانو شمېر لس تنه ښیي، خو د کابل ایمرجنسي روغتون وایي تر ۵۰ ډېر تپیان دوی ته ور وړل شوي، چې په ډله کې یې د ځينو حالت نازک ښودل شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې برید د یوه لاسي بم په پایله کې تر سره شوی او 'لس' تنه یې 'برسېرن ټپیان' کړي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي ته ویلي، د ټپیانو له ډلې یې یو تن وروسته ساه ورکړې ده. نوموړی وایي چې بریدګر تر اوسه نه دی نیول شوی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه هم مني چې برید د یوه لاسي بم په واسطه شوی خو وايي لا مالومه نه ده چې په دې پېښه کې له صرافانو پېسې هم غلا شوې دي او که نه.

د دې ټولنې یوه غړي عبدالرحمان ځيرک بي بي سي‌ ته وویل: "تر اوسه پورې لا په دې اړه چې پېسې پټې شوې یا غلا شوې دي، دقیق مالومات موږ ته چا نه دي‌ راکړي‌ او نه هم چا شکایت کړی دی.‌ ځکه چې بده حادثه وه. زخمیان ډېر وو،‌ هر سړی پخپل غم کې و. خو کېدای شي پیسې غلا شوې او یا نه وي غلا شوې ".‌

تر برید وروسته شهزاده سرای تړل شوی دی.

په دغه مارکیټ کې هره ورځ میلیونونه افغانۍ د بېلا بېلو هېوادونو اسعارو ته اوړي راوړي او د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.

دا برید پخپل ډول کې لومړی ښکاري خو په تېر کې د دغه سرای یو شمېر صرافان او یا یې اولادونه تښتول شوي او بېرته د پیسو په بدل کې خوشي شوي دي.