عمران خان ته د نه باور رایه: د پاکستان لومړي وزير د پوځ له مشر سره کتلي

ایم کیو ایم
د عکس تشریح، ایم کیو ایم ګوند رابطه کومېټۍ له اپوزېسیون سره هوکړه تایید کړه
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري په وينا لومړي وزير عمران د پوځ له مشر سره کتلي او وايي په دې ليدنه کې د پوځ مشر له عمران خان د استعفا غوښتنه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پارلمان عمران خان ته د نه باور رايې ورکولو غونډه د مارچ تر ۳۱ نېټې ځنډولې ده.

ښاغلي چوهدري چې له رسنيو سره خبرې کولې وويل، عمران خان استعفا نه ورکوي.

په ورته وخت کې ټاکل شوې وه چې لومړی وزير عمران خان به ځايي ماښام مهال وينا کوي خو اوس يې وينا ځنډول شوی ده.

تېره ورځ د پاکستاني اپوزېسیون ګوندونو او متحده قومي غورځنګ یا ایم کیو ایم ګوند تر منځ له مذاکراتو وروسته د لومړي وزیر عمران په کابینه کې د ایم کیو ایم ګوند دوو وزیرانو استعفا کړې.

د تحریک انصاف واکمن ګوند په کابینه کې د یاد ګوند اتحادي ایم کیو ایم وزیرانو فروغ نسیم او امین الحق بي بي سي ته منلې چې استعفا یې کړې.

فروغ نسیم د عمران خان په کابینه کې د قانون او امین الحق د معلوماتي تکنالوژۍ وزیر و.

تازه، د ایم کیو ایم ګوند رابطه کومېټۍ غړې نسرین جلیل کراچۍ کې د خپل ګوند مرکزي دفتر مخې ته یوه لنډه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د ګوند مرکزي کومېټې له اپوزېسیون ګوندونو سره د اتحاد هوکړه تایید کړه.

که ایم کیو ایم ګوند د لومړي وزیر عمران خان خلاف د بې باورۍ رایې تحریک کې د اپوزېسیون ګوندونو ملګرتیا کوي، نو واکمن ګوند تحریک انصاف پاکستان به د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اکثریت له لاسه ورکړي.

په پاکستاني سیاسي وضعیت کې له وروستیو بدلون وروسته لومړي وزیر ماسپښین مهال د کابینې بېړنۍ غونډه بللې او له ځايي وخت سره سم ماښام مهال پاکستانیانو ته وینا کوي.

نوموړي له دې مخکې نن ګهیځ د الیکترونیکي پاسپورټ خپرېدو پرانیستغونډې ته وینا کې وروستي سیاسي وضعیت یو داسې بحران وباله چې په وینا یې له بهره پاکستان ته راوړل شوی او ''دا یوه داسې دسیسه ده، چې ریښې له هېواده بهر دي. ''

پاکستانیانو ته د لومړي وزیر وینا له رپوټونو وروسته په دې هېواد کې بېلا بېل ګنګوسي پیل شوي، خو د پاکستان یو فدرالي وزیر فواد چودري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، لومړی وزیر استعفا نه کوي.

ښاغلی چودري لیکي: ''لومړی وزیر عمران خان داسې لوبغاړی دی چې د وروستي توپ لوبه هم کوي، استعفا نه ورکول کېږي، بلکې میدان به لګېږي (لوبه به پر میدان کېږي) چې دوستان او دښمنان به یې ټول وویني. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په پام کې ده، چې د پاکستان قامي اسمبلۍ به سبا 'مارچ ۳۱ مه ' د لومړي وزیر عمران خان خلاف د بې باورۍ پر تحریک بحث کوي.

د قانون له مخې د لومړي وزیر خلاف د بې باورۍ تحریک لپاره باید لږ تر لږه درې ورځو کې او حد اکثر یوه اونۍ کې د پارلمان رایه واخیستل شي.

د تحریک کامیابۍ لپاره د اپوزېسیون ګوندونو ته د پارلمان ۱۷۲ غړو ملاتړ او رایې پکار دي.

د سې شنبې تر ګهیځ پورې حکومت د ۱۷۱ او اپوزېسیون اتحاد د ۱۷۰ پارلمان غړو ملاتړ له ځان سره درلود.