پنځه افغانې ښځې چې غلې پاتې نشوې

- Author, کوینتین سمرویل
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
سره له دې چې ژمی او یخني د افغانانو لپاره یو ډول کړاو دی خو د کابل په یوه کوچني کونج کې درنې واورې خوښۍ ځان سره راوړې.
زما کیسه هم همدلته د واورې له یوې مجسمې سره د څو ښځو له لیدو پیل شوه.
د ځوانو میرمنو یوه ډله له واورې جوړ د سړي له یوې مجسمې سره ودرېدې او انځورونه یې واخیستل. خپلو منځو کې یې سره خندل او په موبایل کې یې خپل اخیستلي انځورونه اړول را اړول چې په دې وخت کې درې تنو طالبانو ولیدې.
طالبان چې ورنژدې شول نو د ښځو خندا په وېره واوښته او وتښتېدې.
داسې ښکارېده چې له ښځو الوتلې خندا په طالبانو ناسته وي.
دې وسلوالو په خندا خندا له واورې جوړ سړي ته لغتې ورکړې، د لرګیو لاسونه او ډبرینې سترګې یې ورنه و ایستلې، پزه یې ورماته کړه او سر یې له تنه ترې بېل کړ.
زه لس کاله وروسته تازه کابل ته راغلی وم. له دې مخکې یوه طالب راته ښه لویه وینا کړې وه، په دې اړه چې زه اصلا د افغانستان له کلتوره خبر نه یم.
دا ادعا یې هم کړې وه چې پوهېږي د افغان ښځو خیر په څه کې دی.
دې کسانو راته ویل، شین سترګو شیطانانو، یعنی لویدیځوالو هېواد کې فساد خپور کړی.
ما غوښتل نور بس د افغانو ښځو خبرې واورم، خو دوی پټې شوې دي. دوی خپل راتلونکي ته اندېښمنې دي او ځینې یې د مرګ وېرې اخیستې دي او خپل ژوند ته اندېښمنې دي.
د کابل په واټونو کې لا هم ښځې لیدل کېدې، چې ځینو یې غربي جامې له پړوني سره اغوستې وې د دوی همدا ازادي له ګواښ سره مخ وه.
د کار، زدکړو، ازاد او خپلواک ژوند کولو ازادي یې له ګواښ سره مخ وه.
له هغې پېښې وروسته ما له څو افغانو ښځو سره ولیدل چې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې له پامه غورځول شوې دي، او خپل نظر څرګندول یې ژوند ته خطر پېښولی شي.
دوی په مستعارو نومونو خبرې وکړې، پرته له فاطمې، چې د خپل مخ په ښودلو یې ټینګار کاوه.
فاطمه شاوخوا ۴۰ کلنه قابله

طالبانو دوه ځلې د فاطمې ژوند له کړاو سره مخ کړ. لومړی ځل چې دوی د افغانستان واک خپل کړ، فاطمه اړه شوه چې زدکړې پرېږدي او په ۱۴ کلنۍ کې واده وکړي.
دا ځل چې طالبانو بیا واک ونیوه، ښايي دغه شاوخوا ۴۰ کلنه قابله وتوانېږي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي، خو د نورو هغو مېرمنو په څېر چې ما ورسره خبرې کړې، د فاطمې ورځنی ژوند هم له منځه تللی دی.
فاطمه وتوانېده چې خپلې زدکړې په ډېر زحمت پای ته ورسوي.
له اجباري واده وروسته تر ۳۲ کلنۍ یې خپلو زدکړو ته دوام ورنکړ.
هغه وخت طالبان ډېر کلونه په واک کې پاتې نه شول، خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت کې هم خپلو زدکړو ته دوام ورکول ورته آسانه نه وو.
فاطمه وايي:"هغوی زما اسنادو ته وکتل او ویې ویل چې ټولګي کې د زدکوونکو ترڅنګ د کښېناستو عمر مې تېر شوی"
بالاخره دوه کاله وړاندې په دې وتوانېده چې نیمه لوړې زده کړې بشپړې کړي او خپل سند ترلاسه کړي، خو یو ځل بیا له یو بل خنډ سره مخ شوه.
"په افغانستان کې زدکړه د نجونو لپاره خورا سخته ده. اوس تصور وکړئ چې واده شوې د پاخه عمر میرمنې ته د کار موندل څومره ستونزمن دي."
خو فاطمه قابله ده او په دې وتوانیده چې له هغه وخت راهیسې تر اوسه له ډېرو میندوارو ښځو سره د زېږون په وخت مرسته وکړي.
"ما غوښتل په داسې یوه برخه کې کار وکړم چې ښځو ته تعلیم ورکړم. کله چې ښځه لوستې او پوهه وي، نو هغه به سالم او هوښیار ماشومان زیږوي. په دې توګه کولی شي ټولنې ته یو پوه ماشوم وړاندې کړي، هغه ماشوم چې ټولنه کې مخکښ وي. "
داسې ښکاري چې فاطمې منلې ده چې طالبان به په واک کې پاتې شي، خو هیله لري چې دا ځل به بل ډول حکومت وکړي.
"زه له طالبانو غواړم چې د ښځو د کار او زدکړو له حق سره کار ونه لري، که نه نو د ټولنې یوه لاس به پرې کړي، ټولنه په دوو ستنو جوړه شوې ده، نارینه او ښځینه، تاسو څنګه کولای شئ یوازې له نیمایي وجود سره ژوند وکړئ؟"
فاطمه خوشحاله ده چې تر اوسه یې خپله دنده له لاسه نه ده ورکړې. نوموړې انځور ګري هم کوي چې څو بیلګې یې ما ته وښودې.

۲۹ کلنه آمنه امنیتي افسره وه
آمنه د خپل ژوند په اړه اندېښمنه ده. د اګست په پنځلسمه هغه د افغانستان د استخباراتو د ملي امنیت ریاست اړوند یوه خوندي کور ته ولاړه او هڅه یې کوله چې ښځېنه پولیسې امن ځایونو ته ولېږدوي.مونږ چای سره څښه چې هغې راته وویل: "ما وکولی شو چې د ملي امنیت د ۱۰۰ تنو ښځینه کارکوونکو د لېږد زمینه برابره کړم ، ما ته یې باور سخت و چې کابل دې د طالبانو په لاس سقوط وکړي، کله چې مرکز ته ورسېدم ومې ليدل چې ټول خپه دي او په تېښته دي، ما ترې وپوښتل چې چیرې غواړئ لاړ شئ، هغو راته وویل میرمنې! هیله ده له دې ځایه لاړه شه، طالبان راغلي دي.

په هماغه ورځ د ماسپښین دوه نیمې بجې آمنه له یوه وسله وال ساتونکي سره کور ته لاړه او بیا دفتر ته ترننه رانغله.
له دې پېښې څو ورځې وروسته طالبان د هغې کورته ورغلل، خو هغه د خپل ژوند له وېرې وار له مخه له کوره وتلې وه.
نوموړې وايي، طالبانو د هغې موټر او وسله له ځانه سره وړې چې په کور کې يې پاتې وو.
دا سمه ده چې طالبان وتوانېدل د ټول هېواد کنټرول ترلاسه کړي، خو هغه په دې باور ده چې سیاستوالو د پردې تر شا معاملو سره د افغان ځواکونو په حق کې خیانت کړی دی.
آمنه له شته واقعيتونو د انکار حس سره هيله لري چې لويديځ به بيا د افغانستان مرستې ته راشي.
هغه په پای کې د امریکا له متحده ایالاتو او بریتانیا غوښتنه لري چې، "نړۍ او نړیواله ټولنه باید هېڅکله زموږ قربانۍ هېرې نه کړي. ترهګرو طالبانو پر وړاندې زموږ مبارزه او دا حقیقت باید هیر نه شي چې موږ په تېرو شلو کلونو کې توانیدلي وو چې یو دولت ولرو."
۲۲ کلنه مینا زدکوونکې ده

مينا له لويديځه هیڅ کومه تمه نه لري او په ډاګه ووايي: موږ يوازې پرېږدئ. افغانستان کې د غربي ځواکونو له شل کلن شتون سره سره لا هم د ښځو حقونه ګواښ سره مخ دي، حتی د طالبانو لخوا د واکمنۍ تر نیولو مخکې هم همداسې وو.
نوموړې وايي:"کله چې زه زیږیدلې وم، زما ترندو چیغې کړې وې چې وئ نجلۍ ده.
دا وايي، له طالبانو مخکې هم افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو بد هېواد و. هغه د جمهوریت په مهال کې لویه شوې، خو د خپلې هرې ازادۍ لپاره یې اړه شوې چې سخته مبارزه وکړي.
مینا زیاتوي چې خلکو او خپلوانو ورته ویل سیاسي علوم او قانون د نجونو لپاره ښه رشته نه ده.
د مینا او د هغې په څیر د زرګونو نورو انجونو دا ټولې بریاوې چې په سختۍ یې تر لاسه کړې وې په یوه شپه کې نېست او نابود شوې. اوس د هغې نړۍ ډیره کوچنۍ ده.
مینا خپل ډیر وخت په خپله کوټه کې په لیکلو تیروي.
هغې وویل: "زه غواړم خپل هیواد ته خدمت وکړم او د ښځو د حقونو دفاع وکړم، زه غواړم د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړم، د خپل نسل د حقونو لپاره، زه فکر کوم چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کول خوندوره ده، د خپلې کورنۍ، همکارانو او ملګرو لپاره مبارزه کولی شم. زه کولی شم خپل حق وغواړم"
۳۴ او ۳۶ کلنې پولیس افسرانې زهرا او سمیرا

زهرا او سمیرا دوه ښځینه پولیسې چې له ماشومتوبه یو بل سره پیژني یو ځای خاندي او ټوکې کوي.
د امریکا له مالي مرستو سره د پولیسو او اردو په لیکو کې د ښځو شمېر زیات شو، خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره دغه مرستې هم ختمې شوې.
زهرا د لغمان ولایت تر سقوط پورې د کابل په ختیځ کې خپلې دندې ته دوام ورکړ. کله چې د طالبانو ځواکونه راغلل، هغې ته د ځان وژنې فکر ور پیدا شو.
نوموړې وايي: "زه نه پوهيږم چې موږ په خپل هېواد کې پاتې کېدلاى شو او ژوند کولاى شو او که بل ځاى ته لاړ شو."
د زهرا په خبره اقتصادي ستونزې لا پسې ډېرې شوې دي. "موږ په کور کې ایسارې یو د ژوند کولو لپاره هېڅ کوم عاید نه لرو.
سمیرا، چې د خپلې ملګرې ترڅنګ ناسته ده، د تائید لپاره یې سر وښورا وه "زه تل د خپل ژوند له خورا سختو ننګونو سره مخ شوې یم، خو اوس یې نه شم زغملی. له دې مخکې مې کولی شو چې د خپل لور ښوونځي ته لاړه شم. په آزاده توګه ښار کې قدم ووهم. پیسې مې لرلې او هر هغه څه چې مې غوښتل هغه مې اخیستل او په ویاړ مې ځان نورو ته ورمعرفي کاوه. خو اوس نه شم کولی. خپل فردي هویت مې له لاسه ورکړ ی، له هغه څه چې وم هیڅ را پاتې نه دي ."
زهرا له هغه راوروسته ټولې میاشتې داسې ګڼي لکه تور رنګ چې د دې د ژوند په رنګینه او سپینه پرده چا شېندلی وي.
کله چې ناپيژانده کسان زمونږ سیمې ته راځي ښځې وېریږي.
طالبانو ادعا کړې چې د تېر حکومت ټول کارکوونکي یې بښلي دي.
خو ملګري ملتونه وايي، چې د تېر حکومت له سلو ډېر کسان د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو وروسته وژل شوي دي.
د پولیسو افسره او د ښځو د محبس مشره عالیه عزیزي له څلورو میاشتو راهیسې لادرکه ده.
هغه وروسته له هغه ورکه شوه چې طالب چارواکو ترې وغوښتل چې بېرته کار ته ستنه شي.
د هغې د خلاصون لپاره په ټولنیزو رسنیو کې د FreeAliaAzizi# کمپاین پیل شوی دی.
زهرا وايي، د همدې وېرې له امله يې اولادونه وايي چې کاشکې یې مور د پولیسو په لیکو کې کار نه وای کړی .
"زه دوی ته وایم چې اندیښنه مه کوئ، زه هیله لرم چې یوه ورځ به دوی پوه شي چې موږ د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره څومره لوی خدمت کړی دی او موږ لاهم خدمت ته چمتو یو. زه هیله لرم چې داسې ورځ به راشي. "
دې د خپلو خبرو په دوام کې وویل:"امريکا او ناټو موږ وهڅولو چې دې دندو کې برخه واخلو. د امريکا، کاناډا، جرمني، هالنډ، پولنډ او نورو هېوادونو ښځو موږ ته روزنه راکړه. هغوی ويل چې له موږ سره به پاتې شي، خو بالاخره دوی ټولو موږ یوازې پرېښودلو."
له فاطمې پرته دې رپوټ کې د نورو یادو شویو ښځو نومونه مستعار دي.
















