د فرانسې سمندري ځواکونو ۳۶ کډوالو له شمالي سمندر ژغورلي دي

د خپرېدو وخت

فرانسوي چارواکي وایي، د دې هېواد سمندري ځواکونو هغه ۳۶ تنه کډوال ژغورلي چې په شمالي سمندر کې یې کښتۍ له ستونزو سره مخ شوې وه.

د چارواکو په وینا دا وېرېدلي کډوال پنجشنبه سهار د بلجیم پولې ته نږدې په سمندر کې وژغورل شول او وروسته د ډنکارک ښار کې یو پناه ځای ته ولېږدول شول.

داسې اټکل کېږي چې دې کډوالو د سمندر له لارې بریتانیا ته د رسېدو هڅه کوله، خو نیمه لار کې یې کښتۍ ستونزو سره مخ شوه.

تېر کال نومبر میاشت کې د فرانسې او بریتانیا سمندري حدود کې د کالې ښار ته نږدې یوه کښتۍ ډوبه شوه او پکې سپاره ۲۷ تنه کډوال ووژل شول.

د کډالۍ نړیوال سازمان ویلي وو، دا په یاده سیمه یا سمندري حدودو کې د کډوالو د وژلو کېدو تر ټولو بده پېښه وه.

بل لور ته د بریتانیا لومړي وژیر بورېس جانسن ژمنه کړې ده چې د انساني قاچاقو د مخنیوي لپاره به هره هڅه کوي.

بریتانیا او فرانسې په ګډه د انساني قاچاقبرو د فعالیتونو د مخنیوي او د عامو کډوالو د ژوند ژغورلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

په ۲۰۲۱ کال کې څه باندې ۲۵ زره کسان په کوچنیو کښتیو کې بریتانیا ته ورسېدل، او دا د ۲۰۲۰ کال پرتله درې چنده لوړ شمېر و.

د بریتانیا او فرانسې ترمنځ سمندري لاره په نړۍ کې یوه تر ټولو بوخته لار ده او لوی شمېر کې لویې سوداګریزې بېړۍ هم ترې تېرېږي.

په همدې حدودو کې ګڼ شمېر ناقانونه کډوال هڅه کوي چې کوچنیو کښتیو او ربړي کښتیو کې بریتانیا ته واوړي، چې ډېر ځله په دې هڅه کې خلک وژل شوي هم دي.