هند د 'اګني-۵' بالیستیک توغندي ازموینه کړې؛ پنځه زره کیلومتره واټن کې هدف ویشتلی شي

د خپرېدو وخت

د هند دفاع وزارت ویلي، د تېرې چارشنبې پر ماښام یې په خپلواکه توګه د 'اګني-۵' په نامه د بالیستیک توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده.

دا ازموینه په اوډیشه ایالت کې شوې ده او چارواکي وایي، توغندي په ښه سرعت سره مزل کړی او ۱۵ دقیقو کې یې خپل هدف ویشتلی.

د دې توغندي لومړنۍ ازموینه په ۲۰۱۲ کال کې شوې وه، خو هغه مهال په دې چاره کې د بهرنیو کارپوهانو مرسته هم شامله وه.‌

خو دا ځل هند دا ازموینه کاملاً په خپلواګه توګه ترسره کړې او د هغې ادارې په مدیریت کې شوې چې هند کې د هستوي وسلو اړوند چارې سمبالوي.

دا توغندی تر ۵۰۰۰ کیلومترو واټن کې خپل هدف ویشتلی شي، په دې معنا چې تر اروپا او افریقا رسېدلی شي.

د دې توغندي بله وړتیا دا ده چې هستوي وسلې لېږدولی شي،‌ یعنی د هستوي یا اټومي بریدو لپاره هم کارېدلی شي.

کارپوهان وایي، له ګاونډي چین سره د هند اړیکو ته په کتو،‌ دا ازموینه د نوي‌ ډیلي دفاعي ستراتیژۍ کې یو مهم پرمختګ دی.

د هند د دفاع وزارت اعلامیه کې راغلي چې دا توغندی پنځوس زره کیلوګرامه وزن لري، یو نیم زره کیلوګرامه باروت لېږدولی شي او په دې حساب د هند یو تر ټولو پیاوړی توغندی بلل کېږي.‌

یوه بله ځانګړتیا یې دا ده چې له سړک او ان د اورګاډي له پټلۍ هم توغول کېدلی شي،‌ او د اړتیا پر وخت سملاسي وار ته چمتو کېږي.

هند د 'اګني' په نامه د مزایلو دا لړۍ په ۱۹۸۹ کال کې پیل کړې وه او لومړی یې د 'اګني-۱' توغندلی ازمویلی و، چې تر زر کیلومترو واټن کې یې هدف ویشتلی شو.

هغه مهال یوازې امریکا، شوروي اتحاد، چین او فرانسې په دې واټن کې هدف ویشتونکي توغندي درلودل.

د دې لړۍ په نورو توغندیو کې 'اګني-۲' تر دوه زره کیلومتره واټن کې هدف ویشتلی شي.

همدا راز 'اګني-۳' تر دوه نیم زره کیلومتره واټن کې هدف په نښه کوي او 'اګني-۴' بیا کولی شي چې ان تر درې نیم زره کیلومتره واټن کې هدف له منځه یوسي.

کارپوهان وایي، د دې توغندي له جوړولو د هند موخه له چین سره دې ډګر کې سیالي کول دي، ځکه د پاکستان په نښه کولو لپاره یې وار د مخه مناسب توغندي درلودل.

هندي چارواکو ویلي، دوی د هستوي وسلو د کارولو په تړاو پر خپل پخواني اصول ولاړ دي، او هغه دا چې هېڅکله به یې لومړی نه کاروي او یوازې د سختې اړتیا پر وخت به د دفاع، او یا هم د دوښمن وېرولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.‌