تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چین فضایي راکټ ټوټې په هند سمندر کې رالوېدلې دي
د هغه چینایي توغندي ټوټې چې د ځمکې مدار ته لېږل شوی و د ځمکې اتموسفیر ته له راګرځېدو وروسته په هند سمندر کې وغورځېدلې. امریکايي او اروپايي څارونکو ادارو د دغه بې کنټروله توغندي غورځېدل څارل.
د چین د تشیالي انجینرۍ مرکز راپور پر بنسټ د لانګ مارچ ۵بي راکټ ځینې برخې د ځمکې اتموسفیر ته له راګرځېدو وروسته وسوځېدلې او پاتې نورې د ګرینویچ په وخت۲:۲۴ هند سمندر کې او د سریلانکا او هند له سویل لویدیځ سره نږدې پرېوتې.
د چین د تشیالي انجینرۍ مرکز له دې وړاندې ویلي و چې دغه پاتې شوني به د مدیترانې سمندرګي حدودو کې اتموسفیر ته را کوزې شي.
دغه ۱۸ ټنه ستور بېړۍ یو له هغو لویو ستور بېړیو ده چې په تېرو څو لسیزو کې له کنټرول او لارښوونې پرته د ځمکې اتموسفیر ته ننوته، نو له همدې امله اندېښنې وې چې ښایي دغه توغندی ستنېدو سره پر استوګنیزو سیمو پریوځي.
د لانګ مارچ دغه راکټ د چین د فضایي مرکز د جوړولو لپاره د اپرېل پر ۲۹ د ځمکې له سطحې ۱۶۰ لېرې مدار ته استول شوې وه او له هغه مهاله يې لوړوالی کمېده.