سعودي عرب د لبنان سفیر ته د وتلو امر کړی

د لبنان اطلاعاتو وزیر جارج قرداحي په یمن جګړه کې د سعودي عرب پر رول نیوکې کړې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د لبنان اطلاعاتو وزیر جارج قرداحي په یمن جګړه کې د سعودي عرب پر رول نیوکې کړې
د خپرېدو وخت

سعودي عرب چارواکو په ریاض کې د لبنان سفر له دې هېواده ایستلی دی. له هغه وروسته چې د لبنان اطلاعاتو وزیر جارج قرداحي په یمن جګړه کې د سعودي عرب پر رول نیوکې وکړي، سعودي چارواکو د خپل هېواد لپاره لبناني سفیر ته امر وکړ، چې خپل هېواد ته ستون شي.

سعودي عرب چارواکو د لبنان د اطلاعاتو وزیر دا څرګندونې له سپکاوي ډکې بللې دي. سعودي عرب دغه راز له لبنانه پر هر ډول وارداتو هم بندیز لګولی دی.

بل لور د لبنان لومړي وزیر ویلي، د سعودي اقدام له کبله خواشینی شوی او هیله لري، چې ریاض به پر خپل دې اقدام له سره غور وکړي.

سعودي عرب چارواکو د لبناني سفیر له شړلو وروسته ویلي، له بیروته خپل سفیر هم د 'سلا مشورې ' لپاره بېرته هېواد ته بللی دی.

د لبنان اطلاعاتو وزیر جارج کرداحي په هغه مرکه کې چې اګست میاشت کې ثبت شوې، خو تېره اونۍ خپره شوه، سعودي عرب او متحده عرب امارات تورن کړي، چې پر یمن یې تېری کړی دی.

له تېرو ۷ کلونو راهیسې د سعودي عرب په مشرتابه پوځي اییتلاف په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد هوايي بریدونه کوي. د یادونې ده، چې ښاغلي کرداحي د وزیر په توګه له ګومارل کېدو مخکې دا څرګندونې کړې دي.

نوموړي د یمن جګړه بې ګټې بللې او په وینا یې حوثیان له ځانه دفاع کوي. لبنان چارواکي بیا وايي، د ښاغلي قرداحي څرګندونې د لبنان حکومت نظر نه څرګندوي. له تېرو څو کلونو راهیسې د سعودي عرب او لبنان تر منځ اړیکي خړ پړ شوي دي.

په لبنان کې د حزب الله ډلې نفوذ ډېر شوی، چې دایران ملاتړ له ځان سره لري او په یمن کې د حوثیانو یاغي ډله هم د ایران له ملاتړه برخمنه ده.

ښاغلی قرداحي بیا د حزب الله یوې پلوۍ ډلې غړی دی.

بل لور له لبنانه د سعودي سفیر له وتلو څو ساعته وروسته بحرین هم له لبنانه د خپل سفیر ایستلو اعلان وکړ.

دا دیپلوماتیک جنجال داسې مهال رامنځته شوی، چې لبنان له سختو اقتصادي او سیاسي ستونځو سره لاس او ګرېوان دی.