بریتانیا هغو افغان خبریالانو ته وېزې ورکوي چې له بریتانوي رسنیو سره یې همکاري کړې

ډومنیک راب
د عکس تشریح، د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب
د خپرېدو وخت

هغه افغان خبریالان چې تېرو شلو کلونو کې یې له بریتانوي رسنیو سره همکاري درلوده او اوس یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابیدو له کبله ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی، د یوې نوې طرحې له مخې کولای شي، د بریتانیا ویزې لپاره غوښتنلیک ورکړي.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د جمعې پر ورځ وویل، د افغان خبریالانو زړورتوب ستايي چې د تېرو کلونو اوږدو کې یې د بیان ازادي او بشري حقونو مبارزه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

نوموړی وايي، د رسنیو خپلواکي په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو یوه لویه لاسته راوړنه ده او باید د خوندیتوب لپاره یې اقدامات وشي.

هغه مخکینۍ طرح چې له مخې یې هغو افغان ژباړنو ته بریتانیا کې د پناه غوښتنې حق ورکول کېده چې له بریتانوي ځواکونو سره یې افغانستان کې همکاري درلوده، اوس غځول شوې او هغو افغان خبریالانو ته هم دا حق ورکوي چې بریتانوي رسنیو سره یې افغانستان کې د خبري پوښښ برخه کې همکاري درلوده.

په دې طرح کې به هغه 'استثنايي موارد ' په نظر کې نیول کېږي چې له مخې یې له بریتانیايي رسنیو سره د همکارۍ له کبله د کسانو ژوند ته خطر متوجه دی.

د بریتانیا ویزا ورکولو دغه طرح له هغه وروسته اعلان شوه چې په یوه کمساري اقدام کې یو شمېر بریتانوي رسنیو د دغه هېواد له لومړي وزیر بورېس جانسن په یوه ګډ لیک کې غوښتنه وکړه، چې باید هغه افغان خبریالان هم د ځانګړې ویزې ورکولو په پروګرام کې شامل کړي چې تېرو ۲۰ کلونو کې یې له دوی سره همکاري کړې.

افغان خبریالان

د عکس سرچینه، SHAH MARAI

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر د رسنیو دې لیک ته په مخامخ غبرګون کې وویل:

''ستاسې لیک د هغو افغان خبریالانو ژوند ته متوجه جدي خطر څرګندوي چې ستاسې له رسنیو سره یې همکاري کړې، په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري له هغو کسانو د غچ اخیستو ګواښ (ښيي) چې له بریتانوي ادارو سره یې فعالیت کړی. ''

ګارډین، ټایمز، اکانومسټ، اکسپریس، انډیپنډنټ ورځپاڼې او سکای، اې ټي وي، چېنل فور او یو شمېر نورو بریتانوي رسنیو دغه ګډ غوښتنلیک لومړي وزیر ته استولی و.

دا وروستیو کې یو شمېر امریکايي رسنیو هم د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن ورته غوښتنه وکړه.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وروسته وویل، د هغو افغانانو لپاره د وېزې ورکولو طرحه پراخوي چې له امریکايي ادارو سره یې دنده درلوده او یا یې ورسره همکاري کړې.

امریکا او د ناټو سازمان غړو هېوادونو تر اوسه داسې لسګونه زره کسانو ته ویزې ورکړې چې په افغانستان کې یې د دوی له ځواکونو سره همکاري درلوده او دا بهیر لا هم روان دی.

تېره ورځ وسله والو طالبانو په کابل کې د افغان دولت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه پال په په ډزو وواژه.

له دې مخکې په افغانستان کې د رسنیو ملاتړ ادارې یا نی وویل، په ولایتونو کې د جګړو له ډېرېدو او د طالبانو لاس ته د یو شمېر ولسوالیو له لویدو وروسته تر پنځوس د زیاتو ټلویزیوني او راډیويي شبکو خپرونې په ټپه درېدلې دي.