د بریتانیا ځینې رسنۍ غواړي چې افغان همکارانو ته یې ځانګړې سملاسي ویزې ورکړل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا یوشمېر رسنیو لومړي وزیر بورېس جانسن ته په یو ګډ لیک کې غوښتتنه کړې چې هغه افغان خبریالان دې چې په تېرو شلو کلونوکې یې بریتانیایي رسنیو سره کار کړی د ځانګړې ویزې په پروګرام کې شامل کړي.
په دې لیک کې چې د یو شمېر تلویزیوني شبکو او چاپي رسنیو لخوا استول شوی، له لومړي وزیر څخه غوښتنه شوې چې 'د هغو افغان کارمنانو لپاره چې بریتانیايي رسنیو سره یې کار کړی د فوري ځانګړې ویزې پروګرام ته اړتیا ده چې هغوی او کورنۍ یې وکولای شي له افغانستانه ووځي او بریتانیا کې په امن کې ژوند وکړي. '
د ګارډین، تایمز، اېکانومېست، اکسپرېس، اېنډېپنډنټ رسنۍ او سکای، ای ټي وي او چېنل فور تلویزیوني شبکې او ځینې نورو دا لاسلیک کړی دی.
خو بي بي سي ددې لیک په لاسلیکوونکو کې نه ده شامله.
بریتانیا له وړاندې په افغانستان کې له بریتانیا يي ځواکونو سره افغان کارکونکو ژباړنو او کارمنانو لپاره د ځاګړې ویزې ورکولو پروګرام اعلان کړی دی.
دغه بریتانیایي رسنۍ وايي چې د افغانستان د پېښو په اړه د رسنیزو راپورونو د خپرولو په کار کې یې د ځايي افغان همکارانو او خبریالانو همکارۍ او ژمنتیا ته سخته اړتیا درلوده.
دا وروستیو کې امریکايي رسنیو هم له ولسمشر بایډن څخه دغه ډول غوښتنه کړې وه.
د بریتانیایي رسنیو په لیک کې راغلي په داسې حال کې چې د افغانستان په ټولو برخو کې جګړې شدت موندلی او دولت د هېواد له نیمې پر زیاتې برخې کنټرول له لاسه ورکړی، او د ناټو او بریتانیايي پوځیانو د وروستۍ جوپې په وتلو سره د هغو کسانو په اړه چې د بریتانیایي رسنیو لپاره یې کار کړي، د طالبانو د غچ اخیستنې ریښتیانۍ وېره رامنځته شوې ده.
د دې رسنیو په خبره په وروستیو کلونو کې طالبانو د خبریالانو په هدفي وژنو کې لاس درلود، لکه د الیاس داعي وژنه چې په هلمند کې یو نامتو خبریال و او له بریتانیایي او نړیوالو رسنیو سره یې فعالیت کاوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېره میاشت هم دانش صدیقي چې د پولیتزر جایزې ګټونکی هندی عکاس و، د افغانستان په سویل کې ووژل شو او د طالبانو لخوا د هغه د ټوټې شوي مړي په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
دا بریدونه او د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې د رسنیو بندیدلو، د بشري حقونو مدافع سازمانونه دې ته اړ کړل چې افغانستان کې د خبریالانو ژوند ته د خطر اندېښنو له امله غږ پورته کړي.
د بریتانیایی رسنیو په لیک کې دا هم راغلي چې د خبریالانو ژوند ته ترهر بل چا خطر ډېر دی، وايي هغوی د یو لاښه افغانستان د ودانولو په خاطر، ځورونو، شکنجو او د طالبانو بریدونو سره مخ دي.
د رسنیو لیک وايي چې ددې کسانو او دکورنیو شمېر یې خورا لږ دی، خو د بریتانیا د خلکو لپاره د افغانستان واقعیتونو په روښانه کولو کې ددوی کار د پام وړ اغېز درلودلی.
امریکا او د ناټو غړو هېوادونو تر اوسه پورې افغانستان کې د خپلو ځواکونو د محلي افغانو همکارانو لپاره په زرګونو ځانګړې ویزې ورکړي چې بهیر يې اوس هم روان دی.




















