تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت د ملکي برخې کارکوونکو د معاش ورکړې لپاره نوی سیستم پرانیست
د افغانستان بانک وايي، ټول دولتي کارکوونکي به لږ تر لږه دوه میاشتو کې له دې سیسټم څخه ګټه پورته کړي. د 'موبایل مني سیستم ' له لارې به هر کارکوونکی وکولی شي خپل بانکي اکاونټ له انټرنېټ پرته د ټيلیفون له لارې وڅاري او خپلې کورنۍ ته پیسې واستوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د ډیجیټل حکومتولۍ د اونۍ په مناسبت یې ارګ کې یوې غونډې ته وینا کوله، هیله وښوده، چې دا سیستم به د فساد مخه ونیسي.
ده وویل، اطلاعاتو ته لاسرسی به ټولو ته یو ډول وي او له سیستم څخه بهر د ګومارنو مخه به ونیول شي.
افغانستان کې د ملکي برخې کارکوونکو څخه غټ شمېر یې ښوونکي دي چې په لرې پرتو سیمو کې پر وخت د معاشونو نه ورسېدو له کبله سرټکوي خو دا سیستم به یې چاره ورآسانه کړي.
چارواکي هیله ښيي چې دې سره به افغان امنیتي سرتېري چې د اخترونو نژدې شپو ورځو کې د معاش اخیستو پر مهال له امنیتي ګواښونو سره مخامخ وي په امان کې به شي.
بلخوا بیا د دې سیستم پر وړاندې لویه ننګونه په لرې پرتو سیمو کې د بانکي چوپړونو نه شتون دی.
افغان ولسمشر د دې سیستم مبارکي په ځانګړي ډول افغان ښځو ته ورکړه د ده په خبره وروسته له دې به د خپل کور په عوایدو او بودیجې خبرې وي او کولی به شي یو ښه پلان کورنۍ ته جوړ کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغان حکومت کارکوونکی چې د افغانستان هر ګوټ کې وي د دې سیستم په مټ د تلیفون له لارې کولی شي خپلې کورنۍ ته پیسې ورواستوي.
ولسمشر غني وویل:
''نن ټولو دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکوو چې له دې وروسته د دې لوی ګام په پورته کولو سره به باوري شي چې معاشونه یې پر وخت ورکول کېږي. د دوی او معاش تر منځ یې هیڅ کوم بل کس نه شته ''.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون مشر نادر نادري وايي، ټول ملکي کارکوونکي بایومټریک په ډول ثبت شوي او دخیالي کارکوونکو او ښوونکو لړۍ ختمه شوې ده.
د افغانستان بانک سر پرست مشر اجمل احمدي وايي: ''د دې سیستم له برکته بانکونه، مخابراتي شرکتونه او د مالیې وزارت سره تړل شوي دي. ''
د موبایل مني تر نوم لاندې دې سیستم کې هر کارکوونکی به د اف پی AFPAY په نامه یو کارت لري چې د ځېرک ټيلیفون اوانټرنېټ پرته به کولی شي پیسې ترلاسه او نورو ته یې هم واستوي.
ښاغلی اجمل احمدي وايي، هر کارکوونکی چې د حکومت لخوا ورکړلی شوی ځانګړی کوډ ولري کولی شي د تلیفون له لارې خپل بانکي اکاونټ وڅاري او بل کس ته پیسې په څو ثانیو کې ولېږدوي.
د افغانستان د بودیجې اسنادو پر بنسټ دا هېواد ۸۸۵ زره پوځي او ملکي کارکوونکي لري چې دې کې ۴۴۰ زره یې ملکي دي او د دوی له ډلې بیا ۶۵ سلنه یې ښوونکې دي، چې وخت نا وخت د معاشاتو نه ورسیدو له کبله شکایت کوي.
په لېرې پرتو سیمو کې د انټرنېټ او بانکي خدمتونو نشتوالی بیا د نوي سیسټم پر وړاندې پراته خنډونه بلل کېږي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان بانک تازه معلومات واخلو خو بریالي نه شوو.
د افغانستان د ملي احصايئ مشر جاوید رسولي بیا وویل چې په دویم پړاو کې به دوی د کارکوونکو د حاضري سیستم هم ورسره وصل کړي.