خوست: ښوونکو ښوونځي تړلي؛ ځايي چارواکي یې غیر‌‌ حاضر حسابوي

د خپرېدو وخت

خوست ولایت مقام پرېکړه کړې، چې په دغه ولایت کې د هغو ښوونکو معاشونه وځنډوي او غیر حاضر به شمېرل کېږي چې د کاري اعتصاب له امله یې ښوونځي تړلي.

څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د لسو ولسوالیو او مرکز ښوونکو کاري اعتصاب کړی او وايي، دا کار یې دوی ته د استوګنیزو نمرو د نه ورکړې له امله کړی دی.

د دغه ولایت د پوهنې رییس وايي، د دې ستونزې حل په ولایتي کچه نه کېږي او باید په لوړه کچه حل شي.

نصیر احمد روښان بي بي سي ته و ویل: ''له بده مرغه د ښار جوړونې وزارت د دښوونکو د ښارګوټو پروژې په یو او بل نوم ځنډوي. زموږ د ښوونکو یو ښار ګوټی دوه نیم زره نومرې لري، خو کابل کې له ښوونکو د یوې نومرې په بدل کې شل زره افغانۍ د فساد په شکل غوښتل کېږي او زیان یې زده کوونکي پرې کوي. ''

بل خوا د نن ناوخته ولایتي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل: ''د ولایت مقام د اداري مجلس د پرېکړې سره سم له هغې ورځې چې ښوونکو په اعتصاب لاس پورې کړی دی غیر حاضر شمېرل کېږي او قانوناً یې معاشات ځنډول کېږي. ''

د مرکز اعتراضي ښوونکو یو استازی حضرت محمد هنریار وايي، شاوخوا درې نیم زرو پورې ښوونکي یوه خوله شوي او کاربندیز یې کړی.

مسولان وايي، خوست کې تر دوه لکه اتیا زرو پورې زدکوونکي ښوونځیو ته ځي، چې دا مهال ورته څلور نیم زره ښوونکي درس ورکوي.

څو ورځې وړاندې د خوست پوهنې ریاست ویلي وو، د اوس لپاره په ښوونځیو کې دوه نیم زره نورو ښوونکو ته هم اړتیا ده او ځوانانو په رضاکارانه ډول هلته د درس ورکولو لپاره کمپاین او نوم لیکنه پیل کړې وه.

اونۍ وړاندې د څلورو ولسوالیو ښوونکو اعتراض کړی و، خو دا دی اوس نور ښوونځي هم ورپسې تړل شوي.

د خوست د پوهنې ریس وايي، ستونزه د ولایت له کچې پورته ده او له اړوند مرکزي ادارو یې د حل غوښتنه کوي.