ایټالیا کې د بې درکه پېغلې ثمن عباس له کورنۍ پوښتنې ګروېږنې کېږي

د خپرېدو وخت

د ایټالیا په شمال کې د یوې اتلس کلنې پیغلې له ورکېدو وروسته د هغې د کورنۍ له غړو او خپلوانو نه د هغې د وژلو په شک تحقیقات کېږي.

پولیس وايي د ثمن عباس کورنۍ تېر کال له هغې نه غوښتنه کوله چې پاکستان ته لاړه شي او له هغه چا سره واده وکړي چې کورنۍ یې ورته خوښ کړی و خو هغې له دې واده نه انکار کړی و.

د ثمن عباس د تره یو زوی په فرانسې کې نیول شوی او ایټالیا ته استولی شوی دی.

د ورکې شوې پېغلې تره او د تره بل زوی یې ورک دي او مور او پلار یې هم د رپوټو له مخې پاکستان ته تللي دي.

که څه هم د ورکې شوې پېغلې جسد نه دی موندل شوی خو څارنوالان شک لري چې دا پنځه واړه کسان د ثمن عباس په وژلو کې لاس لري.

د ثمن عباس پلار مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې لور یې بیلجیم ته په سفر تللې ده.

د ایټالوي خبري رسنیو د رپوټونو له مخې ثمن عباس له تېر اکتوبر راهیسې د ټولنیزو چارو د ادارې تر څار لاندې ژوند کاوه خو د تېر اپریل په وروستیو کې بېرته د ایټالیا په شمال کې خپلې کورنۍ ته ستنه شوه.

یوې څارنوالې ویلي چارواکي ګومان کوي چې هغه کور ته د ستنولو په خاطر تېر ایستل شوې وه.

څارنوالې ایزابېلا چیاسي وویل د ښې پایلې تمه نه شي کېدای او ثمن له مخکې جوړ پلان له مخې وژل شوې ده.

پولیس د ثمن د جسد پسې د دوی کور ته نژي سیمو کې کروندې د مئ میاشتې له لومړیو راهیسې لټوي او مقناطسي الې کاروي چې کولای شي په ښه ډول د ځمکې لاندې جسد ومومي.

پولیسو د اپريل په ۲۹ نیټه اخیستل شوي د سي سي ټي وي کامرې هغه تصویرونه هم خپاره کړي چې چارواکي ګومان کوي د هغې له وژلو یوه ورځ مخکې اخیستل شوي او په کې ښکاري چې در کسان له بېلچو، میخ ایستلو یوې ډنډې او یوې شنې بوجۍ سره روان دي.

له دې یوه ورځ وروسته په اخیستل شویو جلا تصویرونو کې بیا ښکاري چې ورکه شوې پېغله له خپل مور او پلار سره له کوره وځي.

د ثمن عباس ورکېدو ته په غبرګون کې تېره اونۍ په ایټالیا کې د اسلامي ټولنو اتحادیې یوه فتوا صادره کړه او اجباري ودونه یې رد کړل.