ډاروونکي خوبونه، ژور خپګان او اندېښنه؛ د غزې د ماشومانو ژوند

د خپرېدو وخت

"زه خوشاله یم چې له فزیکي پلوه ژوندۍ یم. له رواني پلوه زه ډېره ځپل شوې یم"، دا په غزه کې د اوسېدونکې فلسطینۍ مور خبره ده. عُلا ابو حسب الله ۳۲ کلنه ده چې له خاونده جلا شوې ده.

دا هیله لري چې درې کلن زوی یې خپل ماشومتوب چې له بمبار او ویجاړۍ سره مل دی تېر کړي، هغه څه چې دا هم ورسره را لویه شوې ده.

د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ په وروستۍ جګړه کې چې یوولس ورځې یې دوام وکړ، لږ تر لږه ۲۴۸ فلسطینیان او ۱۲ اسرائیلیان ووژل شول. په دې ډله کې په غزه کې د وژل شویو کسانو له ډلې لږ تر لږه ۶۵ یې ماشومان وو او اسرائیلو کې دوه ماشومان ووژل شول.

دواړه لوریو د بریا ادعا وکړه خو عُلا وايي دا پوهیږي چې ماتې چا وخوړله.

دا وايي د خپلو کورنیو په څنګ کې د وژل شویو ماشومانو ور هاوخوا جګړه د پاتې ژوندي ماشومانو په ذهنونو کې ژور ټپونه پریږدي.

" ډېر د غم او د خپلو عزیزانو له لاسه ورکولو له امله ځوریږي. عادي ژوند ته د دوی راګرځېدل ډېره ستونزمنه ده. ځینې اوږدې روانې درملنې ته اړتیا لري لکه دا چې یو په یو ور سره خبرې وشي ، یو په یو پاملرنه ورته وشي او درملنه یې وشي"

له کړاو وروسته خپګان

عُلا په روانې روغتیا کې ماسټري لري او د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې سره د ماشومانو د روانپوهې په توګه کار کوي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې هغې په غزه کې له جګړه ځپلو ماشومانو سره مرسته کړې ده. دا وايي هغه ماشومانو چې خپل مور او پلار ، خویندې ورونه او یا یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي اکثرا له ( کړاو وروسته خفګان ) یا روحي ټکان سره مخامخ دي.

" دا د خوب تښتېدلو، د ملامتیا احساسولو، ګوښه والي، د شپې له خوا ځای لمدولو، احساس نه لرلو، بې اسرې والي، غوصې، د خپل راتلونکې په اړه ناهیلۍ او د اضطراب ( سټرس) په مانا دی"

پر غزې د اسرائيلو له بمبار وروسته عُلا خپل کار پیل کړ او له پنځو نجونو سره چې ټولې ۱۱ کلنې وې او وېره یې لېدلې وه، وکتل.

د دوی یوه ټولګیواله وژل شوې ده. عُلا وايي "یوې راته وویل چې کله د چاودنې غږ واوري نو دا فکر کوي چې لکه د خپلې ملګرې دیما په څېر به ووژل شي"

د کډوالو لپاره د ناروې کمېټه وايي چې په وروستیو بمباریو کې هغه ۱۱ ماشومان هم وژل شوي چې د دوی په مرکز کې له رواني ټکان یا ضربې تر درملنې لاندې وو.

انځورول د ماشومانو د درملنې یوه برخه ده. عُلا وايي ((ټولو پنځو نجونو د خپلو کور انځور کښلی)) دا ځکه چې د هغې په وینا دوی ته خپل کور تر ټولو خوندي ځای ښکاري.

خو لا هم دا احتمال شته چې دا خوندي ځای له لاسه ورکړل شي.

پر غزې وروستیو بمباریو کې ګڼ شمېر ودانۍ له خاورو سره خاورې شوې او له سل زرو زیات فلسطینیان د خپلو مینو پرېښودو ته اړ شول.

د کور ړنګېدل د ماشومانو لپاره د هغوي د لوبو د وسایلو، کتابونو، جامو او دا سې نورو شیانو د له لاسه ورکولو په مانا دی چې دوی ته ارامي ورکوي.

عُلا وايي: " کله چې دوی مور او پلار له لاسه ورکړي نو دا د مینې او ملاتړ د بایللو په مانا دی. ګڼ شمېر ماشومان سخت ټپیان شوي هم دي. دوی کلونه ملاتړ ته اړتیا لري".

د ملګرو ملتونو سروې

غزه د ځمکې پرسر له تر ټولو ګڼ مېشتو سیمو یوه ده. په دې وړه سیمه کې دوه ملیونه وګړي اوسیږي چې د ۴۲ سلنه عمرونه یې له ۱۵ کلونو کم دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ یوې سروې پایلې ښودلې چې د غزې له هرو څلورو ماشومانو یو یې د روحي ضربې له امله رواني او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

عُلا دهغې روحې ټکان یا ضربې یادونه کوي چې په ماشوموالي کې له ۲۰۰۰ کال را وروسته موده کې دا ور سره مخامخ شوې وه.

د زور زیاتي چلن

یوه ورځ دې له خپلو خویندو ورونو سره له کوره بهر لوبې کولې چې د دوی پر سیمه اسرائیلي الوتکو بمبار وکړ.

" موږ یوه لمبه ولیده چې له الوتکې را روانه وه او بیا بم وچاودید. کور ته راغللو او خپل مور او پلار ته مو چیغې سورې وهلې ډېره وېروونکې وه".

د یوه بل بمبار پرمهال دا هغې ورځې کیسه کوي چې څنګه یې خپله وړه خور غیږ کې ونیوله او د هغې ډاډګېرنه یې کوله.

"کله چې ما ته ماشومان د چاودنو د غږونو په اړه وايي، ما ته هغه وخت را په یاد شي چې د بمبار پرمهال زموږ کور څنګه لړزېده. زه په زړه کې هغه ویره احساسوم چې دوی یې له ما سره شریکوي"

عُلا وايي له دې حالت سره د تعامل لپاره ماشومان بېلابېلې لارې چارې لري یوه یې غلیمانه او د زور زیاتي چلن دی.

دا د خپل ماشومتوب په اړه وايي " ویره، د باور او امنیت نشتوالی وو. ما څلور خوېندې او ورونه لرل له بمبارۍ وروسته یې چلن سخت شو دوی به کله، کله زه وهلم"

عُلا وايي د ورونو دا سخت چلن یې د خپل پايښت په اړه له وېرۍ سره تړاو درلود.

خو نه له دې او نه یې له ورونو او خویندو سره رواني ملاتړ شوی وو. دا وايي د ماشومانو رواني روغتیا برخه کې زدکړې یې له همدې امله وې.

"زه پوهېږم چې اسرائیلي ماشومان هم له روحې ضربې سره مخامخ دي. خو په وروستۍ جګړه کې د وژل شویو فلسطیني ماشومانو شمېر د سرتیرو په ګډون د ټولو وژل شویو اسرائیلیانو پرتله شپږ برابر ډېر دی. دا شمېر ټوله کیسه در ته بیانوي".

د وطن یاد

د وروستي تاوتریخوالي پرمهال عُلا هڅه وکړه چې خپل درې کلن ماشوم عادي حالت کې وساتي او د ارامۍ احساس ورکړي. هغه له خپل خاونده طلاق شوې او اوس له خپل زوی سره اوسیږي.

عُلا وايی : "دی لا کوچنی دی نه پوهیږي. کله چې چاودنه وشي ما ته را منډه کړي. زه ورته وایم چې تل به ستا ساتنه کوم" .

دا نه غواړي چې زوی یې لکه د دې په شان ماشومتوب ولري، خو وايي هیڅکله به بل ځای د تللو په اړه فکر ونکړي.

"کله چې دی لوی شي، زه به ورته ووایم چې غزه یوازې یوه سیمه نه ده. دا زما د مور او پلار خاوره ده، زما د مور د قبر خاوره ، زما د یادونو خاوره او زما هویت"