بلېنکن: امریکا به غزه کې د بیارغاونې چارو کې ''پاموړ'' مرسته وکړي

د خپرېدو وخت

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ د اوربند پیاوړتیا هڅو لړ کې به امریکا د غزه بیا رغاونه کې مرسته وکړي.

ښاغلي بلېنکن له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره لیدنه کې وویل، ''له جدي بشري حالت سره مبارزه ځکه اړینه ده، چې د تاوتریخوالي بیا رامنځته کېدو مخه ونیول شي. ''

ښاغلي بلېنکن په ورته مهال زیاته کړه، امریکا به ډاډ ترلاسه کړي چې د حماس وسله والو ډله چې غزه کنټرولوي له دې مرستو ګټه وانخلي.

نوموړي د امریکا پخواني ژمنه تکرار کړه چې اسرائیل له ځانه د دفاع حق لري.

د حماس او اسرائيل تر منځ د ۱۱ ورځني تاوتریخوالي پایله کې چې د جمعې پر ورځ د مصر په منځګړتوب پای ته ورسېد، نژدې ۲۵۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې د غزه اوسېدونکي وو.

دغه جګړه د اشغال شوي بیت المقدس د ختیځ په هغه ځای کې چې د مسلمانانو او یهودانو دواړو لپاره سپېڅلی دی، له تاوتریخوالي وروسته ډېر شو، حماس اسرائیل ته له دهمدې ځایه د وتلو خبرداری ورکړ، د توغندیو ګوزارونه یې پرې وکړل او په ځواب کې پرې هوايي بریدونه پیل شول.

ښاغلي بلېنکن منځني ختیځ ته خپل درې ورځنی سفر په بیت المقدس کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو له لیدنې سره پیل کړ.

ښاغلي نتنیاهو له لیدنې وروسته له امریکا مننه وکړه، چې ''له ځانه یې د اسرائیل د دفاع له حقه په کلکه ملاتړ کړی ''.

ښاغلي نتنیاهو زیاته کړه، موږ پر خپلو ژمنو کلک ولاړ یو، خو په وینا یې ''که حماس ارامتیا خرابوي او پر اسرائیل برید کوي، زموږ غبرګون به ډېر سخت وي. ''

اسراييلي چارواکو له دې مخکې ویلي و، دوی له جګړې وروسته لومړی ځل خصوصي سکتور ته اجازه ورکړې چې غزې ته خوراک، درمل او نفت ولېږدوي.

ټاکل شوې د امریکا بهرنیو چارو وزیر به پر سې شنبه د فلسطیني ادارې له ولسمشر محمود عباس سره د لیدو لپاره رمله ته سفر وکړي.