نړۍ کې د کرېکټ تر ټولو ستر لوبغالی پرانیستل شو

کرېکټ

د عکس سرچینه، TWITTER

د عکس تشریح، نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي کې یو سل او لس زره نندارچیان ځایېدلی شي
د خپرېدو وخت

دغه لوبغالی د هند د ګجرات ایالت په احمد اباد ښار کې جوړ شوی دی.

د احمد اباد ښار موټېرا کې دغه رغول شوی لوبغالی پخوا "سردار پټېل" لوبغالی نومول شوی و خو اوس یې نوم د لومړي وزیر "نرېندرا مودي" نوم ته اړول شوی دی.

ویل کېږي د نرېندرا مودي کرېکټ لوبغالي کې یو سل او لس زره نندارچیان ځایېدلی شي.

تر دې وړاندې د اسټرالیا مېلبورن کرېکټ لوبغالی چې سل زره کسان پکې ځایېدل، نړۍ کې د کرېکټ تر ټولو ستر لوبغالی بلل کېده.

د موټېرا لوبغالی په ۲۰۱۵ کال کې ویجاړ او پر ځای یې د نوي لوبغالي د جوړولو چارې پیل شوې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، @GautamGambhir

نوی لوبغالی تر پخواني ډېر ستر دی، د ۱۱۰ زره کسانو ظرفیت لري، خو د کورونا وېروس وبا له کبله دلته د پلان شوې پنځه ورځنۍ لوبې نندارې ته د ۵۵ زره کسانو د ورتګ اجازه ورکړ شوې ده.

دا پنځه ورځنۍ لوبه د هند او انګلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ کېږي.

د دغو لوبډلو ځینو لوبغاړو خواله رسنیو کې پر خپلو پاڼو د دغه لوبغالي تصویرونه خپاره کړي او پام کې نیول شوې اسانتیاوې یې ستایلې دي.

دغه لوبغالی څه ځانګړتیاوې لري؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، @SGANGULY99

د عکس تشریح، دغه لوبغالي کې د اوبو د وچېدو پرمختللی سیستم لګول شوی دی

دا لوبغالی پر شاوخوا ۲۵۵ زره مترمربع ځمکې جوړ شوی او د ورننوتلو څلور لارې لري.

چارواکو ویلي چې په رغولو یې اته میلیارده هندي روپۍ لګول شوې دي.

نرېندرا مودي لوبغالي کې د لوبغاړو د جامو او وسایلو د اېښولو ګڼې خونې (ډرېسنګ رومونه)، تر چت لاندې او ازاده فضا کې پېچونه او د لوبغاړو د اوسېدو لپاره یو ستر تالار هم جوړ شوی چې په یو وخت ۴۰ لوبغاړي پکې اوسېدلی شي.

دا لوبغالی داسې روغول شوی چې نندارچیان پکې د لوبې پېچونه له هرې خوا له ستونزې پرته لیدلی شي.

دغه لوبغالي کې د اوبو د وچېدو پرمختللی سیستم لګول شوی چې تر ورښتونو وروسته به ژر وچېږي او په دې توګه به هلته د پلان شویو لوبو د لغوه کېدو اندېښنه او احتمال کم وي.

د هند ولسمشر رام نات کووېنډ د دغه لوبغالي د پرانیستې پر مهال وویل 'هند نړۍ کې د کرېکټ مرکز' بلل کېږي، نو د همدې لپاره غوره ده چې د کرېکټ دا تر ټولو ستر لوبغالی هم زموږ هېواد کې وي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، @RishabhPant17

چارواکو ویلي چې پر دغه لوبغالي سربیره د احمد اباد په 'نارن پوره' کې یو سپورتي کمپلیکس هم جوړېږي او په دې توګه به احمد اباد د بولو پر یو غټ مرکز بدل شي.

په ورته وخت کې خواله رسنیو کې د کرېکټ ګڼو مینوالو له سردار پټېل څخه د لومړي وزیر نرېندرا مودي نوم ته د دغه ستر لوبغالي د نوم پر اړولو تبصرې کړې دي.

د خواله رسنیو ځینو کارنو د دې پرېکړې ملاتړ کړی او نورو پرې نیوکې کړې دي.