افغان دولت: هېواد کې بې وزلي او بېکاري ۷ سلنه راکمه شوې

د خپرېدو وخت

د افغان دولت یوه تازه سروې ښيي چې په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ کچه د پنځه کاله پخوا پرتله شاوخوا ۷ سلنه ټيټه شوې ده. د احصایې او مالوماتو ملي ادارې چارواکي وايي، اوس مهال ۴۷سلنه وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، په داسې حال کې چې دغه سلنه پنځه کاله وړاندې ۵۴ وه.

د دغې سروې پر اساس د بې کارۍ کچه هم ۱۷،۶ سلنه ښودل شوې ده.

افغانستان کې د کورونا وېروس د اغېزو له امله د بې کارۍ کچې د ټيټېډو اندېښنې وې، خو د احصایې او مالوماتو ادارې مشر وايي، افغانستان کرنیز هېواد دی او له همدې امله دغې وبا بېکاري نه ده ډېره کړې.

دا سروې په داسې حال کې خپرېږي چې همدا څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام یا UNDP په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یادې ادارې په خپل رپوټ کې ویلي وو چې د افغانستان اقتصادي وده ۹سلنه راکمه شوې او په ملي ناخالصو تولیداتو کې یې هم کمی راغلی چې په پایله کې یې د بې وزلۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.‌

د دولت سروې کې کوم مالومات راټول شوي؟

د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادراې په ۱۳۹۹ کال کې د کورني لګښتونو، عایدو او د کار ځواک په تړاو د کړې سروې لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي.

دغه اداره وايي، په یاده سروې کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ۱۸ ډېرو کورنیو سره چې له ۱۳۶ زره ډېر وګړي کېږي مرکې ورسره شوې دي.

د احصایې او مالوماتو ادارې د چارواکو په خبره، د دغې سروې په ترسره کولو کې د لومړي ځل لپاره تکنالوژي کارول شوې او دغه راز دا لومړی ځل دی چې د شاوخوا ۷۰ میلونه افغانیو په لګښت دا ډول سروې له ملي بودیجې کېږي.

د دغې ادارې مرستیال حسیب الله موحد وايي، د سروې د پایلو پر اساس تېر پنځو کالو کې د بې وزلۍ کچه ۷ سلنه راټيټه شوې ده.

د هغه په خبره، د خوراکي توکو نه خوندیتوب هم له ۴۴ سلنې څخه ۳۷ سلنې ته راټيټ شوی دی. ښاغلی حوحد زیاتوي:

"کله چې د بې وزلۍ په اړه خبرې کوو، که چېرته یو نفر هره ورځ له ۲۱۰۰ کیلو کالوري کمه مصرف کړي، هغه د بې وزلۍ تر کچې لاندې کرښه کې دی. دغه ۲۱۰۰ کیلو کالوري او د ناخوراکي توکو لګښتونه چې را یوځای کېږي او په پيسو بدلېږي، د ۱۳۹۹ کال لپاره ۲۲۵۸ افغانۍ کېږي. یعنی که یوه کورنۍ په یوه میاشت کې له ۲۲۵۸ افغانۍ کمې ولګوي هغه د بې وزلۍ تر کرښې په ټيټه کچه کې ده".

سروې د بېکارۍ په اړه څه وایي؟

د دې سروې پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ۱۸ سلنه ده چې د کار ځواک له ډلې ۱۵ سلنه نارینه او ۳۲ سلنه مېرمنې بېکاره دي.

په دغه سروې کې هغو ته بېکاره ویل شوي چې عمر یې له ۱۴ کلنۍ پورته وي او په اوونۍ کې یې له اتو ساعتونو کم کار یا هیڅ کار نه وي کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې نړیوالو سازمانونو او یو شمېر دولتي چارواکو په افغانستان کې د کورونا وبا خپرېدو له امله د بې وزلۍ او بېکارۍ کچې د لوړېدو خبره کړې او دا وضعیت یې د اندېښنې وړ بللی وو.

خو د احصایې او مالوماتو ملي ادارې مشر جاوید رسولي وايي، د دوی تازه سروې ښيي چې د افغانستان وضعیت ښې خواته روان دی او کورونا د ځانګړو دلایلو له امله پر افغانستان ډېر اغېز نه دی کړی. نوموړی وایي:

"د افغانستان د نفوسو جوړښت له دوو اړخونو ډېر د اهمیت وړ دی. له نېکه مرغه موږ د خپل نفوس ډېره برخه له ۳۰ کلنۍ په کم عمر کې لرو. دغه یو ښه خبر دی چې د کورونا وېروس خطر یې هم کم کړی و. بل دا چې ۷۰ سلنه نفوس په د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او د دوی اقتصاد تر ډېره په کرنیزو چارو پورې تړاو لري، نه په هغه صنعت پورې چې په ښارونو کې ده".

د احصایې او مالوماتو اداره وايي، اوس مهال د افغانستان د وګړو ۴۸ نیم سلنه له ۱۵ کلنۍ کم عمر لري او نږدې ۴۹ سلنه خلک یې له ۱۵ تر ۶۴ کلنو عمرونه لري او یوازې ۲.۶ سلنه وګړي د پاخه عمر دي.

د دغې سروې پر اساس، د افغانستان ۴۵ سلنه وګړي پر کرنیزو چارو بوخت دي او نور یې په سیمه ییزو چوپړونو، د خوراکي توکو په برابرولو، ودانیزو چارو، اوبو رسونې، تولیدي صنایعو او نورو کوچنیو برخو کې کار کوي.‌