افغان حکومت: ۶۰سلنه خلک بې وزلۍ ځپلي

د خپرېدو وخت

د افغانستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې شپېته سلنه خلک بې وزلۍ ځپلي دي. د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۳۹ سلنه خلک د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور له نجما ځلا سره خبرو کې وايي هڅه کوي په کور دننه داسې تولید ځایونه جوړ کړي چې خلکو ته پکې روزګار برابر کړي او که په دې ډول د فقر کچه راټیټه کړای شي.