لندن پولیس هغه افغان وګړي پسې ګرځي چې د خپلو ۳ زامنو د تښتولو شک پرې کېږي

د عکس سرچینه، Metropolitan Police
د لندن په سویل کې د پولیسو شاوخوا ۱۰۰ افسران له تېرو څو ورځو راهیسې د عمران په نامه په هغه افغان وګړي پسې ګرځي چې د خپلو ۳ زامنو د تښتولو شک پرې شوی.
په دې ماشومانو کې شپږ کلن بلال ، پنځه کلن محمد ابرار او ۳ کلن محمد یاسین شامل دي.
درې واړه ماشومان د اګست پر شلمه نېټه له هغه کوره وتښتول شول چېرته چې یوې بلې ښځې د دوی ساتنه کوله.
د دې ماشومانو د مور، یعنی د عمران د مېرمنې په اړه پولیسو لا څه نه دي ویلي او مالومه نه ده چې دا ماشومان ولې خپلې اصلې مور سره نه وو، خو ټاکل شوې وه چې درې واړه هلکان نږدې ورځو کې د بل چا لخوا فرزندي واخیستل شي.
هغه ښځه چې دا درې هلکان یې ساتل وایي، عمران د اګست پر شلمه نېټه د پنجشنبې پر ورځ له یوې چړې سره کور ته ور ننوت، دې ته یې ګواښنه وګړه او بیا یې په زور خپل درې زامن ځان سره موټر کې بوتلل.
په دې پېښه کې څوک ژوبل شوي نه دي، خو له هماغې ورځې راهیسې عمران او درې زامن یې لادرکه دي.
پولیس چارواکي فکر کوي چې عمران د خپلو زامنو پاسپورټونه له ځان سره نه درلودل، نو ځکه ښایي ونه توانېږي چې بل هېواد ته قانوني سفر وکړي.
د ماشومانو پلار عمران څوک دی؟

د عکس سرچینه، METROPOLITAN POLICE
د عمران په اړه ویل کېږي چې د افغانستان تابعیت او په بریتانیا کې د اوسېدو دایمي ویزه لري.
دا هم ویل شوي چې نوموړی په پاکستان کې کورنۍ اړیکې لري، خو لا مالومه نه چې دا مهال له بریتانیا وتلی او که همدلته چېرته پټ شوی دی.
د دې ماشومانو له تښتول کېدو سملاسي وروسته د بریتانیا حکومت په هېواد کې د تګ راتګ ټولو هوایي ډګرونو، بندرونو او ځمکنیو لارو کې چارواکو ته په دې اړه خبرداری ورکړی.
ویل کېږي چې د بریتانیا حکومت له هېواده بهر هم له نورو ادارو سره په دې اړه اړیکه نیولې ده.
۸ کسان د پولیسو لخوا نیول شوي
ویل کېږي چې پولیسو له دې پېښې وروسته اته کسان په دې قضیه کې د لاس لرلو په تور ونیول.
په دوی کې د اګست پر ۲۱مه نېټه په لندن کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن او یو ۳۲ کلن سړی ونیول شول.
د اګست پر ۲۳مه نېټه هم پولیسو په لندن کې د همدې قضیې په تړاو درې نور سړي هم ونیول.
ورپسې د اګست پر ۲۵مه نېټه هم پولیسو یوه بله مېرمن او یو بل سړی په دې قضیه کې د ښکېلتیا په تور ونیول.
خو وروستي رپوټونه وایي چې دا ټول کسان د اوس لپاره په ضمانت خوشي شوي دي او د پولیسو پلټنې ترې روانې دي.
د بریتانوي پولیسو د هغې ډلې مشر افسر چې دا موضوع څاري وایي، د اوس لپاره د دوی لومړیتوب دا دی چې درې واړه هلکان په خوندي توګه وموندي.
د پولیسو افسر جان سویل وایي، که څه هم د دې ماشومانو د ژوند په اړه اندېښنه نه لري، خو نه پوهېږي چې دا مهال چېرې دي او په څه وضعیت کې ساتل کېږي.
پولیسو همدا راز اندېښنه ښودلې چې دا پېښه به په اوږد مهال کې د ماشومانو پر روان بد اغېز پرېږدي.
د لندن پولیسو له هغو ټولو عامو خلکو په دې قضیه کې د مرستې غوښتنه کړې چې په دې تړاو مالومات لري.




















