د تور پوست پلوو او د ډونلډ ټرمپ د پلویانو ترمنځ نښته کې یو تن وژل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په اورېګن ایالت کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلویانو او د ( تور پوستو ژوند مهم دی) خوځښت د فعالینو ترمنځ نښته کې یو تن په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.
د پېښې له ځایه په ترلاسه شویو انځورونو کې ښکاري چې ظاهرا ډاکټران د یوه سپین پوستي کس د ژغورلو هڅه کوي.
پولیسو د دې کس د هویت په اړه وضاحت نه دی ورکړی او دایې هم نه دي ویلي چې د پېښې پرمهال ډزې مخامخ له دې نښتې سره تړاو لري او کنه.
د تېرو څو اونیو په اږدو کې د پورټلنډ ښار په لارو او واټونو کې په پرله پسې توګه لاریونونه دوام لري.
پورټلنډ د پولیسو د وحشت او توکم پالنې پرضد د اعتراضونو په مرکز وروسته له هغه بدل شو چې افریقايي الاصله امریکایی جورج فلویډ په میناپولیس کې دپولیسو له خوا په بې رحمۍ ووژل شو.
دا پېښه د تېرې مۍ میاشتې پر ۲۵ وشوه او په ټول هېواد او نړۍ کې یې د اعتراضونو او غوصې لړۍ وپاروله.
نارامیو ځپلي ښار کنوشا ته د ټرمپ سفر

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي په ویسکانسین کې کنوشا ښار ته سفر وکړي. هغه ښار چې په دې وروستیو کې د یوه سپين پوستي پولیس له لوري پر تورپوستي سړي د ډزو له کبله د پراخو نارامیو شاهد دی.
د سپینې ماڼۍ په وینا د ښاغلي ټرمپ دغه سفر ښايي د سې شنبې په ورځ تر سره شي او په ترڅ کې به يې نوموړی د پولیسو او د قانون پلي کوونکو مامورینو سره وګوري او د لاریونونو له امله اوښتي زیانونه به وارزوي.
د کنوشا پولیسو تېره یکشنبې پر یوه افریقايي الاصله امریکايي جېکوب بلېک شا لخوا ۷ ځلې ډزې وکړې چې له کبله يې هغه فلج شوی او ښايي نور پلی ونشي ګرځېدلی.
تر دې پېښې وروسته په دغه ښار کې پراخ لاریونونه پېل شول چې له تاوتريخوالي سره مله وو.
همداراز د امریکا په نورو ښارونو کې هم ورته لاریونونه وشول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادولو ده چې په همدغه روان میلادي کال کې په امریکا کې د جورج فلوېډ له وژل کېدو وروسته پراخ لاریونونه وشول. جورج فلوېډ هغه تور پوستی وګړی و چې یوه سپين پوستي پولیس يې پر مرۍ ګونډه وهلې وه او په پایله کې يې هغه مړ شو.
د سپني ماڼۍ ویاند ویلي، ټاکل شوې ټرمپ په کنوشا ښار کې له سیمهييزو پولیسو سره وګوري او همداراز هغو ځایونو ته به هم ورشي چې د لاریونونو له امله سخت زیانونه ور اوښتي دي.
د سپینې ماڼۍ له ویاند پوښتنه وشوه چې ټرمپ به د جېکوب بلېک له کورنۍ سره هم وګوري او که نه؟ خو ځواب ورکړل شو چې لا په دې اړه وخت نه دی ځانګړی شوی.
تر نن ورځې پورې ډونلډ ټرمپ پر ښاغلي بلېک د شویو ډزو په اړه ډېر څه نه دي ویلي او د جمعې په ورځ له نوموړي پوښتنه وشوه چې پر هغو پولیسو له لګېدلي تور سره همغږی دی چې پر بلېک یې ډزې کړې دي او که نه؟ ځواب یې ورکړ چې "زه په غور سره دغه موضوع ارزوم او په دې اړه راپورونه تر لاسه کوم."
د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو لپاره د ښاغلي ټرمپ د اوسنیو ټاکنیزو سیالیو یو اصلي شعار نظم او قانون دی.

د عکس سرچینه، Reuters
تر اوسه زرګونه کسان په کنوشا ښار کې له "د تور پوستو ژوند مهم دی" شعار سره سړکونو ته راوتلي او لاریونونه کوي. د بلېک مور له لاریونوالو غوښتي چې په خپلو اعتراضونو کې هېڅ ډول تاوتریخوالی و نه کړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د ملي ګارد تر زرو ډېر سرتيري له نورو ایالتونو همدغه کنوشا ته ورغلي دي.
په همدې حال کې د هغه زلموټی -چې د کنوشا په نارامیو کې د دوو کسانو پر وژلو تورن دی- وکیل خبریالانو ته ویلي چې هغه 'له ځانه د دفاع' لپاره داسې کړي دي.
دغه تورن زلموټی ۱۷ کلن ریتنهوس کایل دی، هغه خبریالانو ته ویلي، دا "یې دنده وه" چې لاریون کوونکو منع کړي څو د کنوشا ودانیو ته تاوان ونه رسوي.



















