'د عاشورا مراسمو لپاره روغتیايي او امنیتي تدبیرونه نیول شوي'

په افغانستان کې سر له ننه په داسې حال کې د عاشورا نمانځنې مراسم پېلېږي چې ځانګړي امنیتي او روغتیايي تدبیرونه په پام کې ورته نیول شوي دي. له امنیتي اندېښنو او د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې سره سره د کابل په بېلا بېلو واټونو کې تورې دروازې او بېرغونه لګول شوي دي.
د کابل والي او د کورونا وېروس د مخنيوي بېړنۍ کمېټې مشر محمد یعقوب حيدري بي بي سي ته ویلي په دې ترڅ کې د کابل په ۵۳۰ جوماتونو او تکیه خانو کې مېکروب وژونکې دوا پاشل کېږي او د امنیت د ټينګښت لپاره يې هم لارې چارې سنجول شوې دي.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د محرم له نمانځونکو غوښتي چې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دې خپل مراسم روغتیايي لاروچارو ته په پام په ازاده فضا کې ترسره کړي.
د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، د مراسمو ګډونوالو ته به مېکروب وژونکې دوا په واک کې ورکول کېږي او ټول يې باید مخ ماسک وکاروي.
د محرم مراسمو ترسره کوونکو هم ویلي چې سږ کال به په کابل کې دا مراسم تر پخوا "محدود" وي.

عاشورا مراسمو امنیت:
هر کال د محرم د لسمې یا عاشورا مراسمو لپاره ځانګړي امنیتي تدبیرونه نیول کېږي.
مسوولان وايي، سږ به هم د تېر کال په څېر د سيمې ځينې په وسلو سمبال خلک له امنیتي ځواکونو سره په ګډه د عاشورا د نمانځنې مراسمو امنیت ساتي.
د یادولو ده چې په تېر کې څو ځله د عاشورا پر نمانځونکو او د شیعه ګانو پر ځينو نورو مذهبي مراسمو بریدونه شوي او مرګ ژوبله يې اړولې ده. تر ډېره د هغو بریدونو مسوولیت اسلامي دولت نومې ډلې داعش منلی.
په ټوله نړۍ کې شیعه ګان هر کال د محرم لسمه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځي. په کابل کې هم د عاشورا په لومړیو لسو ورځو کې د کابل ښار په بېلا بېلو واټونو کې ځانګړې دروازې جوړول کېږي، بېرغونه لګول کېږي او لارویانو ته شېدې او شربت ورکول کېږي.
عموماً د محرم پر لسمه د شیعه مذهب ګڼ پلویان په ډلهييز ډول د کابل ښار پر سړکونو ګرځي او وير کوي.


















