تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کورونا وېروس: د نړۍ په لر او بر کې وروستی حال
د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) خبرداری ورکړی چې په بندیزونو او محدودیتونو کې له وخته مخکې نرمښت د ویروس بېرته راګرځېدو لامل کېدای شي.
هند او فرانسې دغه بندیزونه په ترتیب سره د مې تر درېیمې او ۱۱ مې نېټې پورې ځنډولي دي. د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو کې هم لکېدلي محدودیتونه لا پر ځای دي.
رپوټونو کې ویل شوي، هندي پولیسو د ممبۍ ښار په مرکزي ریل تم ځای کې هغه مزدوران په کوتکو وهلي ټکولي چې دغه ځای کې د زرګونو په شمېر راټول شوي وو.
په ښار کې ایسارو دې مزدورانو فکر کاوه، چې د اپریل پر ۱۵ مه به بندیزونه نرم شي او دوی به وتوانېږي چې په نورو سیمو کې خپلو کورونو ته ځان ورسوي، خو بندیزونه نور هم پسې وغځېدل.
یو شمېر اپوزیسیون سیاستوال بیا تور پورې کوي، چې دې مزدورانو د خوراک، څښاک د بیو لوړوالي خلاف او د مزدورۍ د خوندیتوب لپاره احتجاج کاوه.
هندي لومړي وزیر نریندرا مودي د راتلونکې اونۍ اوږدو کې د سختو اقداماتو خبرداری ورکړی او په هېواد کې یې د کورونا ویروس خپریدو مخنیوي لپاره د مې تر درېیمې نېټې پورې پر ګرځېدو راګرځېدو د محدودیتونو موده غځولې ده.
ټاکل شوې وه چې سې شنبه په ایټالیا او اتریش کې ځینې بازارونه پرانیستل شي، خو تر ډېره دا چاره ترسره نشوه او خلک په کورونو کې پاتې شول.
تازه پېښې او مړینې:
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د کورونا ویروس ثبت شویو ناروغانو شمېر ۱۹۰ زرو ډېر شوی او تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله تر ۱۲۰ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
امریکا متحده ایالتونه د مړینو شمېر له کبله تر ټولو مخکې دي، چې له ۲۲ زرو ډېر کسان پکې مړه شوي او له دې ډلې یوازې په نیویارک کې له ۱۰ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
په چین کې چې تېر کال پکې لومړی ځل کورونا ویروس راڅرګند شو، ۸۹ نوې پېښې ثبت شوې دي.
بل لور ته هغو زرګونو پاکستانیانو چې په خلیجي هېوادونو کې له دندو یا مزدوریو محروم شوي دي له خپل حکومته غوښتي هېواد ته یې ستانه کړي.
بریتانیا کې د کورونا ویروس له کبله د ۷۷۸ نویو مړینو له کبله تر اوسه د ټولټال مړینو شمېر ۱۲۱۰۷ کسانو ته رسېدلی دی.
د برتانیا عامې روغتیا چارواکي وايي، د سې شنبې تر سهاره ۳۰۲۵۹۹ کسان معاینه شوي، چې د ۹۳۸۷۳ کسانو پایلې مثبتې وې.
د پیسو نړیوال صندوق د ۱۹ افریقايي هېوادونو لپاره سملاسي په پورونو کې نرمښت منظور کړی چې دغه هېوادونه له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره وسایل ترلاسه کړي.
یادې ادارې ویلي چې نړۍ د کورونا وېروس له کبله له ۱۹۳۰ راهیسې تر ټولو بد اقتصادي بحران سره مخ کېدای.
سویلي افریقا کې چارواکي وايي، د محدودیتونو له کبله توانیدلي دي د کورونا ویروس خپرېدو مخه ونیسي. دغه هېواد کې د کورونا ویروس ۲۰۰۰ پېښې تایید شوې دي.
د نایجریا ولسمشر محمدي بوهاري پلازمېنه ابوجا، لاګوس او اوګون ښارونو کې پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه د ۱۴ نورو ورځو لپاره غځولي دي.