بغداد کې حکومت ضد مظاهرو بیا زور اخیستی

بغداد، عراق

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بغداد کې مظاهره چیانو لوی سړکونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي.
د خپرېدو وخت

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د حکومت ضد مظاهرې دوام لري او لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړلې دي. رپوټونه وايي مظاهره چیان موټر پر سړکونو نه پرېږدي او پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

په عراق کې د اکتوبر میاشتې له لومړنۍ نیټې راهیسې دا د مظاهرو دویمه څپه ده چې د فساد ضد، کمزورو دولتي چوپړونو او بې روزګارۍ په اعتراض کېږي.

رپوټونه وايي تراوسه پورې له ۲۵۰ ډېر کسان د مظاهرو پرمهال له امنیتي کسانو سره په شخړو کې وژل شوي دي. مظاهره چیان د امنیتي ځواکونو له خوا لګول شوي اوربند ته پام نه کوي.

تېره اونۍ د عراق ولسمشر برهام صالح وویل که سیاسي ګوندونه د لومړي وزیر پر ځای ناستي سره سلا شي نو لومړی وزیر عادل عبدالمهدي به له خپلې دندې استعفا وکړي.

په بغداد کې څه روان دي؟

بغداد، عراق

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د تحریر په ډګر کې راټول شوي لاریون کوونکي هڅه کوي له سیند پورې غاړه زرغونې سیمې ته واوړي.

نن یکشنبه (د نوامبر دریمه) لاریون کوونکو پلازمېنه بغداد ته غځیدلې ټولې لارې وتړلې. زده کوونکو په خپلو ښوونځیو کې پرلت وکړ او دولتي ادارې تړلې وې.

یوه پنځه ویشت کلن لاریون کوونکی تحسین نصیر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي ''موږ لارې وتړلې چې حکومت ته پیغام واستوو چې موږ بر تر هغه خپلو مظاهرو ته دوام ورکړو چې فاسد او غله له نظام نه ایستل شوي نه وي. پرته له هغه چې په بشري برخو کې کار کوي موږ نورو دولتي مامورینو ته اجازه نه ورکوو چې دندو ته لاړ شي. ''

په بغداد کې د مظاهرو او نارامیو مرکز د تحریر ډګر دی. له دغه ځایه مظاهره چیان هڅه کوي چې له سیند پورې غاړه زرغونې سیمې ته چېرته چې دولتي ودانۍ او سفارتونه دي لاړ شي.

نن د بغداد په څېر ورته مظاهرې په کوت او د بغداد په سوېل لویدیځ کې هم روانې وې. دغلته ګڼې دولتې ادارې او ښوونځي تړلي وو.

د روان وضعیت مخښینه څه ده؟

بغداد، عراق

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، لاریون کوونکي وايي لومړي وزیر خپلې ژمنې نه دي پوره کړي ځکه دوی بیا سړکونو ته وتلي دي.

ښاغلی عبدالمهدي چې شیعیه سیاستوال دی او د اقتصادي چارو مخښینه لري څه باندې یو کال مخکې د عراق لومړی وزیر شو. نوموړي د اصطلاحاتو ژمنه کړې وه، خو لاریون کوونکي وايي چې دا ژمنه یې عملې کړې نه ده.

په همدې اعتراض یو شمېر عراقي ځوانانو د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نیټه سړکونو ته ووتل او مظاهره یې وکړه. کله چې امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو ځواب په زور وکړ د مظاهرو لمن د عراق نورو ښارونو ته هم وغځېده.

د مظاهرو په لومړۍ څپه کې چې شپږه ورځې یې دوام وکړ ۱۴۹ ملکي وګړي ووژل شول او لومړي وزیر عبدالمهدي ژمنه وکړه چې کابینه کې به بدلون راولي، د لوړ پوړو چارواکو تخواګانې به کمې کړې او داسې پروژې یې اعلان کړې چې د بې روزګارې ګراف ورسره ټیټ شي.

خو مظاهره چیان وايي د دوی غوښتنې نه دي پوره شوي ځکه یې یو ځل بیا د مظاهرو په دویمه څپه کې سړکونو ته مخه کړې ده.