پاکستان له خپل هوايي حریم مودي ته د تېرېدو اجازه ور نه کړه

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یوه ویډیو پیغام کې وايي، د هند لومړي وزیر نرېندر مودي ته اجازه نه ور کوي چې د دوی له هوا تېر شي.
نوموړی وايي، هندواکي کشمیر کې د اوسني حالت او د هند د چلن له امله اسلا م اباد دا پرېکړه کړې ده.
د هغه په خبره، هند غوښتنه کړې وه چې لومړی وزیر نرېندر مودي د جرمني د تګ لپاره د پاکستان هوايي لار کارول غواړي.
په دغه غوښتنه کې ۲۰ نېټه د تګ او ۲۸ د ستنېدو لپاره لیکل شوې ده.
ولسمشر ته هم لار ور نه کړل شوه

د عکس سرچینه، iStock
نږدې دوه اونۍ مخکې پاکستان د هند ولسمشر ته د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه ور نه کړه.
خبریال طاهر عمران وايي، هغه مهال د هوايي چلن وزیر غلام سرور خان وویل، حکومت پرېکړه کړې چې د هند د ولسمشر الوتکه ته به اجازه نه ور کوي، چې د پاکستان هوايي لار وکاروي.
د هند بهرنیو چار ووزارت له پاکستان دا غوښتنه کړې وه چې ولسمشر ته یې د هوايي لارې د کارولو اجازه ور کړي.
د هند ولسمشر رام نت کووند د سپټمبر پر ۸ له ډېلي ایسلنډ ته سفر درلود.
د هغه سفر لپاره د نوموړي الوتکه د پاکستان له هوايي حریم بره تېره شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
غلام سرور خان دا ګواښ هم کړی چې د هند کومې الوتکې د پاکستان هوايي لارې کاروي، دوی یې بندولی شي.
په دې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي: کشمیر کې چې حالات سم شوي نه وي، ګرځبندیز لرې شوی نه وي، خلکو ته لومړنۍ اسانتیاوې ور کړل شوې نه وي، د هند ولسمشر ته به د خپلو فضايي حدود د کارولو اجازه ور نه کړو.
غلام سرور خان دا هم ویلي چې پاکستان پر هندي الوتکو د خپلو هوايي لارو پر بندولو غور کوي.
یو حکومتي چارواکی چې په دې هکله مالومات لري له نومپرته بي بي سي ته ویلي چې حکومت له ډیپلوماټیکو لارو کار اخلي، که ناکام شي، نو شونې ده چې د هند هوايي کرښو باندې خپله هوايي لار وتړي.
د یادولو ده چې پاکستان کشمیر کې له اوسني تاوتریخوالی مخکې د هند لومړي وزیر ته په ځانګړي ډول د ۷۲ ګړیو لپاره هوايي حریم پرانیستی و، خو ښاغلي مودي دا وړاندیز ونه مانه او د پاکستان له لارې تېر نه شو.


















