عمران خان: له هند سره خبرې نور هېڅ ګټه نه لري

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان وایي په کشمېر کې د روان وضعیت په اړه اندېښمن دی
د خپرېدو وخت

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، له دې وروسته له هند سره د خبرو هېڅ اراده نه لري، ځکه په وینا یې کومه ګټه نه کوي.

له امریکايي نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره مرکه کې عمران خان ویلي:

"اوس له دوی سره خبرې هېڅ ګټه نه لري. ما ډېرې خبرې وکړې، خو له بده مرغه اوس چې په دې تړاو فکر کوم، داسې ښکاري چې د سولې او او مذاکراتو لپاره زما ټولو هڅو ته دوی یوازې د خوند اخیستو په نظر کتل. له دې زیات موږ هېڅ نه شو کولای".

ښاغلي خان زیاته کړه، تر ټولو ډېره خواشینوونکې خبره دا ده چې د ۸۰ لکه کسانو ژوند په خطر کې دیاو له ده سره دا اندېښنه ده چې هلته (کشمیر کې) توکمیزه وژنه پېلېږي.

نوموړی وايي، باید د ملګرو ملتونو څارونکو ته د کشمیر سفراجازه ورکړل شي، چې دغه اندېښنه لېرې شي.

د پاکستاني لومړي وزیر دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راغلې چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کشمیر وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او یو ځل بیا یې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

ښاغلي ټرمپ دوه ورځې وړاندې د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو سره ټیلفوني خبرې هم کړې دي.

ٹرمپ، مودی ، عمران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د کشمیر پر مسئله د هند او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی

نوموړي د سې شنبې پر ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، له اوږدې مودې راهیسې د هند او پاکستان اړیکي خړ پړ دي او اوسنی وضعیت خطرناک دی.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:

"د دواړو هېوادونو لومړي وزیران زما دوستان دي او دواړه ښه انسانان دي. دواړه له خپلو هېوادونو سره مینه کوي، خو دوی له یوه ستونزمن حالت سره مخامخ دي، کشمیر یوه پېچلې مسئله ده، چې له اوږدې مودې راهیسې دوام لري".

پاکستاني چارواکي هم وايي چې د کشمیر موضوع په تړاو د نورو هېوادونو له لوري د منځګړیتوب وړاندیزونه شوي دي او کوښښونه هم کېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، که هند د نورو منځګړیتوب ومني نو پرمختګ کېدای شي او که هند یې نه مني، نو د منځګړیتوب هېڅ یوه هڅه کې پرمختګ نه شي کېدای.

یاده دې وي چې د هند حکومت وار د مخه د کشمیر په مسئله کې د امریکا د منځګړیتوب وړاندیز رد کړی دی.