نبیل: پاکستان د سولې خبرو کې له افغان حکومته ډېر واک لري

د عکس سرچینه، NABIL FACEBOOK
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوانی رئیس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وایي، د افغان سولې په روانو خبرو کې پاکستان تر افغان حکومت ډېر واک لري. نوموړي اندېښنه ښودلې چې باید دې برخه کې ډېر احتیاط وشي او پخوانۍ تېروتنې تکرار نشي
په کابل کې له طلوع نیوز خبري شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي نبیل د افغان سولې پر روانه بهیر شک او اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې په دې بهیر کې ډېر څه د پاکستان په خوښه کېږي.
ښاغلي نبیل ادعا وکړه چې د طالبانو او امریکایانو خپلمنځي هوکړه کې طالبان او ان پاکستان هم د ویټو حق لري، خو افغان حکومت ته دا حق نه دی ورکړل شوی چې د دې هوکړې له مواردو سره مخالفت وکړي.
د ملي امنیت پخواني رئیس نیوکه وکړه چې اوسنی افغان حکومت ان دومره هم نشي کولی چې د طالبانو او امریکایانو د خپلمنځي هوکړې د متن یوه نسخه له ځان سره وساتي.
ښاغلی نبیل وایي، په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته نړیوالې ټولنې ته پکار و چې طالبان هم د بون په پروسه کې شریک کړي، او د دوی نه شاملول یوه لویه تېروتنه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي نبیل په وینا، د ملي پخلاینې په برخه کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله طرحه تر ټولو ښه وه، خو د پاکستان په مداخله ناکامه شوه او له همدې کبله اوس هم باید دې برخه کې ډېر پام وشي.
نوموړي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم اندېښنه وښوده چې ګواکې لاسوهنه به پکې کېږي او کمېسیونونه ښایي خپله دنده په سمه توګه ترسره نشي کړای.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چې پکې ښاغلی عبدالله د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني کلک سیال بلل کېږي.
دې ټاکنو کې ټولټال ۱۷ کسان نوماندان دي، خو د کمپاین په برخه کې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ټاکنیزې ډلې تر نورو ډېرې فعالې او جدي ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images
په نورو نوماندانو کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سه شنبې پر ورځ بدخاشان ته ولاړ او هلته یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
د ټاکنو یو بل نوماند او په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي هم نن کابل کې خپله لومړنۍ ټاکنیزه غونډه وکړه او د لویې جرګې په خیمه کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه.
یو بل محمد نوماند او د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر خپل ټاکنیز کمپاین ځنډولی دی او مالومه نه ده چې په ټاکنو کې به برخه واخلي که نه.



















