د سوریې حکومت مخالف وسله وال له مهم مرکزه 'وتلو ته اړ شوي دي'

د خپرېدو وخت

سوریې کې د بشارالاسد حکومت مخالف وسله وال له مهم ستراتيژیک ښارګوټي خان شیخونه وتلي دي. دغه ښارګوټی تر پنځو کلونو پورې د حکومت مخالفو وسله والو په کنټرول کې و او دا وروستیو اونیو کې د روسیې له پوځي ملاتړ سره حکومتي پوځونه دغه ښارګوټي ته نژدې شول.

وسله والو مخالفینو بي بي سي ته وویل، د سې شنبې پر ورځ له ښارګوټي ووتل، خو په ادلیب ایالت کې د حکومت مخالفو وسله والو مهمې جهادي هیات ډلې التحریر الشام په یوه رسمي اعلامیه کې له خان شیخونه وتل (تکتیکي شاتګ) بللی.

له دې مخکې سوریه کې د بشري حقونو څار ډلې چې مرکز یې برتانیا کې دی، ویلي وو، ښارګوټی د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلی او برخلیک یې نامعلوم دی، خو هیات التحریر الشام وسله والو ویلي، له هغه وروسته چې سخته بمباري پرې وشوه، بېرته یې په ښار کې خپل مورچلونه سمبال کړي دي.

خان شیخون ښار د سوریې کورنۍ جګړه کې خورا مهمه نکته بلل کېده. ۲۰۱۷ کال کې دغه ښارګوټي کې د کیمیاوي وسلو برید شوی و، چې ملګرو ملتونو سوریې حکومت مسوول باله او له هغه وروسته د امریکا متحدو ایالتونو هوايي بریدونو ته زور ورکړ.

خان شیخون د پلازمېنې دمشق او دویم لوی ښار حلب تر منځ د غځېدلې لویې لارې اوږدو کې د حکومت وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمه کې موقعیت لري او له دې کبله یې ستراتيژیک اهمیت خورا ډېر بلل کېده.

دغه لویه لاره چې خان شیخون یې اوږدو کې پروت دی، حمص ښار هم له دمشق او حلب سره نښلوي. ویل کېږي که د سوریې حکومت مخالفان خان شیخون له لاسه ورکړي، ښايي د اکمالاتو تر ټولو مهمه لاره یې هم وتړل شي.

له دې سره به د هیات تحریر الشام نومې ډلې حیثیت ته هم ورسره زیان ورسېږي چې د جهادي او یاغي ډلو یوه ګډه ټلواله ده او یوازې پر ادلیب یې ولکه ټینګه پاتې ده.

د دغې ډلې مهم غړي په سوریې کې د القاعده پخواني وسله وال دي، خو په ورته مهال ادلیب کې له نورو وسله والو ډلو او ملکي پاڅونوالو له مخالفت سره هم مخامخ ده.