تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: پر خان شیخون ګاز برید د اسد ځواکونو کار و
ملګري ملتونه د بشار اسد ځواکونه د سوریې شمال لوېدیځ کې پر خان شیخون د سارین ګاز د برید مسوول بولي.
دا ښار د حکومت د مخالفو وسلوالو په لاس کې دی.
دا برید د تېر اپرېل پر څلورمه شوی او له امله یې ۸۰ کسان وژل شوي دي.
د سوریې د حکومت مخالفان او لوېدیځ قدرتونه- چې په سر کې یې د امریکا متحده ایالتونه دي- وايي، حکومتي ځواکونو په هغه ورځ دغه سیمه بمبار کړه.
د بشار اسد په مشرۍ د سوریې حکومت او لوی ملاتړی یې مسکو دا ادعا ردوي او وايي، دا پېښه داسې پلان شوې وه چې د سوریې حکومت پکې ملامت ښکاره شي.
دوی وايي، بم د مخالفو وسلوالو پر داسې مهماتو غورځېدلی چې له کیمیايي وسلو ډک و.
د دې پېښې په تړاو د ملګرو ملتونو دا رپوټ دوو ادارو- د کیمیايي وسلو د مخنیوي ادارې او د (جی ای اېم)د ګډې پلټنې میکانیزم- برابر کړی دی.
په رپوټ کې په پوره باور او پرېکند ډول د سوریې حکومت د خان شیخون ښار د سارین ګاز د برید مسوول بلل شوی دی.
د امریکا هرکلی
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکي هیلي د دې رپوټ هرکلی کوي او په یوه بیان کې وايي، دا رپوټ هغه خبره تاییدوي چې ډېر وخت مخکې امریکا کړې وه.
مېرمن هیلي پر روسیه نیوکه کوي:
"د خپلواکو رپوټونو سره سره موږ وینو چې ځینې هېوادونه د دې رژیم ملاتړ کوي، دا لار باید همدا اوس پرېښودل شي".
مسکو او دمشق تراوسه دې رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی.
روسیې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ونه مانه چې له مخې یې په سوریه کې د کیمیاي وسلو د کارولو د پلټنې لپاره د (جي ای اېم) یواځنيو څېړنو ماموریت اوږېده.