"د فاریاب ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, شفیع بېګ اوغلي
- دنده, بي بي سي کابل
- د خپرېدو وخت
د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي، د دې ولایت ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، خو حکومت د دې سیمو د بېرته نیولو لپاره ګامونه اخلي. د هغه په خبره، د ولسي پاڅونوالو مشران او نامسؤلې وسلوالې ډلې د دې لامل شوي چې په دې ولایت کي د طالبانو نفوذ ډېر شي.
بي بي سي په دې وروستیو کې فاریاب ته تللې، او هلته يې د میمنې په روغتون کې د ماشومانو او ښځینه ټپيانو حالت لیدلی.
داسې ښکاري چې په یاد ولایت کې د روانې نا امنۍ اصلي او لوی زیان ولسي وګړو ته اوړي.
د میمنې ښار د اوسېدونکو او سیمه ییزو چارواکو په وینا د طالبانو لخوا د ښار د محاصرې دایره ورځ تر تنګېږي.
ځينې وخت دولتي چارواکي له ښاره تر ۵ کیلومترو بهر سفر نشي کولی.
طالبانو په ښکاره ډول میمنې ته پر تللو لارو ګرځې. د فاریاب والي نقیب الله فایق ادعا کوي چې طالبان پر لویو لاري ولسي وګړي برمته کوي.
نوموړي بي بي سي ته وویل:
"فاریاب یو کال مخکي او اوس هم د افغانستان او د شمال زون یو تر ټولو نا امنه ولایت دی. د افغانستان په هېڅ ولایت کي طالبان دومره خاوره تر کنترول لاندې نه لري لکه فاریاب کې یې چې لري. پنځه ولسوالۍ لرو چې یوازې تعمیرونه یې زموږ په لاس کې دي. دا اوسنۍ خبره نه ده. له یو کال راهیسې دا ځایونه د دوی په لاس کې دي. په نورو ولسوالیو کي هم ډاډمن نه یو".

د عکس سرچینه، FAIQ FACEBOOK
د فاریاب والي د طالبانو د نفوذ د ډیرېدو او فعالیت په اړه وايي، د ولسې پاڅونوالو مشران حکومتي وسلې او مهمات د حکومت پر مخالفینو پلوري.
د هغه په وینا، له یو شمېر ګوندونو سره تړلیو قومندانانو په سیمه کې ظلمونه کړي، او له همدې کبله خلک اړ شوي چې طالبانو ته ورشي او طالبان له همدې کبله لا ځاکمن شوي دي.
ښاغلي فایق که څه هم په دې اړه نور معلومات ور نه کړل چې دا قوماندانان په کومې سیاسي ډلې پوري اړه لري، خو شپږ میاشتي مخکي د جمعیت ګوند لوړپوړي غړي احمدضیا مسعود ویلي وو چې په فاریاب او جوزجان کي د حکومت مخالف وسله وال په جمعیت اسلامي او جنبش اسلامي ګوندونو پوري اړه لري.
ښاغلي مسعود هغه مهال ویلي وو، د دې وضعیت علت دا دی چي خلک په رڼه سیاسي پروسه کې خپله ونډه نه ویني او اړ کېږي چې د حکومت پر ضد وسله پورته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې وروستیو کې د سړک غاړې ماینونو د چاودونو او پوځې عملیاتو له امله د ملکي خلکو مرګ ژوبله هم ډېره شوې ده .
په تیرو څو میاشتو کې د میمنې ملکي روغتون په وار وار د کوچنیانو د سختو ټپو درمنلنه کړې.
د ځایي چارواکو په وینا په تېرو څو میاشتو کې تر ۱۸ زرو ډېرې کورنۍ له جګړه ځپلو ولسوالیو څخه میمنې ښارته پنا راوړې.
فاریاب ولایت له ترکمنستان سره ګډه پوله لري او یو له ستراتیژیکو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د افغانستان شمالي سیمې له لودیځې حوزې سره نښلوي.
د نا امنۍ له کبله د دې ولایت حلقوي سړک، چې د قیصار ولسوالۍ څخه بادغیس ولایت ته ځې، لا هم په بشپړه توګه نه دی جوړ شوی.
همدا راز په تېر یوه کال کې د فاریاب څو ولسوالۍ په وار وار د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.




















