فاریاب کې د ماین چاودنې دوه شپانه هلکان وژلي

فاریاب

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، ټول وژل شوي او ټپي شوي ماشومان پوونده دي
د خپرېدو وخت

د افغانستان شمالي ولایت فاریاب په المار ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله دوه شپانه هلکان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. دا په تېره یوه میاشت کې دې فاریاب کې د ماین د چاودنې له کبله د ماشومانو د وژل کېدو دویمه پېښه ده.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش بي بي سي ته وویل، تېره ورځ مازدیګر المار ولسوالۍ کې وژل شوي ماشومان د یوې بې وزلې کورنۍ غړي دي:

"المار ولسوالۍ کې یو ماین، چې د حکومت وسله والو مخالفانو امنیتي ځواکونو ته اېښی و، یوشمېر پوونده ماشومان پرې ختلي چې څلور واړه ماشومان ټپیان شوي، میمنې روغتون ته تر رسولو وروسته دوه ماشومان وژل شوي، چې د نهو او ۱۳ کلونو ترمنځ عمرونه لري".

ښاغلی یورش وايي، دواړه وژل شوي هلکان دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، په تېره یوه اونۍ کې د فاریاب درېیو ولسوالیو کې نژدې ۱۵ ماشومان د ماینونو د چاودنو له کبله وژل شوي.

د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۲۲مه، هم د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ د کې ماین چاودنې ۹ ماشومان ووژل او ۵ یې ټپیان کړل.

د ملګرو ملتونو په یوه وروستي رپوټ کې ویل شوي وو، چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې افغانستان کې د وسله والو شخړو اړوندو پېښو له کبله لږترلږه ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او تر دوو زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

ټیک دوې ورځې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما له خوا د سړک غاړې د ماینونو له امله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د ډېرېدو د رپوټ له خپرېدو وروسته، د فاریاب سیمه ییزو چارواکو د ماین چاودنه کې د دوو ماشومانو وژل کېدل تایید کړل.

یوناما په خپل تازهرپوټ کې له وسله والو مخالفانو په هغوسیمو کې د سړک غاړې د ماینونو د نه خښولو غوښتنه کړې، چې تر ډېره پکې ولسي وګړي ګرځي راګرځي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو د خواشینۍ ښودلو سربېره ویلي، د ولسي وګړو په نښه کول جنګي جرم او هېڅ د زغم وړ نه دی.

ملګري ملتونه وايي، په روان زیږدیز کال کې افغانستان کې د ولسي وګړو د وژل کېدو شمېرې بې مخینې دي. ددغه سازمان شمېرې ښيي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د روانو شخړو له امله ۱۶۹۲ ولسي وګړي وژل شوي. دا شمېر د ۲۰۰۹ کال پرتله، چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې ثبتول پیل کړي، تر اوسه بې سابقې بلل شوې ده.

فاریاب

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، نوموړی وايي، په تېر یوه کال کې فاریاب کې تر سلو ډېر خښ کړل شوي ماینونه چاودلي چې ولسي خلکو، په تېره بیا ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په یاده موده کې تر ۳ زرو ډېر ولسي وګړي ټپيان شوي هم. د وژل شویو ماشومانو شمېر ۱۳۵۵ او د ټپیانو ۹۹۲ کسه ښودل شوی.

ملګري ملتونه وايي، د ولسي وګړو اوږدمهاله اغېز بابیزه نه شي ګڼل کېدی.