پاکستان کې پیغمبر ته په سپکاوي تورن کس ووژل شو

د عکس سرچینه، AFP
د خپرېدو وخت
د پاکستان د سند ایالت په (شهر ټنډو) سیمه کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن کس په ډزو ووژل شو.
یوه ځايي چارواکي ډاکټر فرخ لنجار منلې چې وسله والو د جمعې په سهار د عطامحمد په نامه یوه کس پیغمبر ته د سپکاوي په تور په ډزو وژلی دی.
نوموړي زیاته کړې، پولیسو د وژنې په تور دوه کسان نیولي چې پخپل جرم یې اعتراف کړی دی.
پیغمبر ته د سپکاوي په تور وژل شوي عطامحمد تېره اونۍ له زندانه خوشې شوی و.
ځايي پولیس وايي، عطامحمد د جمعې په سهار د کور مخې ته د دوو موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو.
عطامحمد په ۲۰۱۲ کال کې د اسلام پیغمبر ته په سپکاوي تورن شوي و چې تر طبي څېړنو وروسته معلومه شوه چې نوموړي رواني ستونزي لري.
نوموړی د سپکاوي په جرم زنداني شو چې تېره اونۍ په ضمانت له زندانه خوشی شوی و.
















