اردن کې د موټر چپه کېدو ۱۵ فلسطیني عمره کوونکي وژلي

د عکس سرچینه، AP
د خپرېدو وخت
رپوټونه وايي، د اردن په جنوب کې د فلسطیني عمره کوونکو د سپرلۍ یو موټر چپه شوی، چې ۱۴ کسان پکې وژل شوي.
پېښه د اردن جنوب معان سیمه کې شوې ا و۳۶ نور کسان ټپیان شوي دي.
د 'بترا' په نامه د اردن خبري اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ویلي، د ځینو ټپیانو وضعیت هم ناوړه دی، چې شاید د وژل شویو شمېر ډېر شي.
ټپیان د معان او شهزادګۍ رانیا حکومتي روغتونونو ته وړل شوي.
د اردن دفاعي چارواکي وايي، امکان لري موټر د چلوونکي د بې پامۍ له کبله چپه شوی وي.
پېښه د سعودي پولې ته څېرمه شوې.














