د نړۍ ځينې مشران څومره کلنۍ تنخا لري؟

    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, کابل
  • د خپرېدو وخت

یوې نوې څېړنې د نړۍ د ځینو شتمنو هېوادونو د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو کلنۍ تنخواه په ډاګه کړې دي.

د مشرانو معاشونه په اوسني وخت کې له ډالرو سره پرتله شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د نړۍ د ټولو ولسمشرانو په پرتله د امریکا متحده آیالاتو ولسمشر بارک اوباما ډېره تنخواه لري، چې په کال کې څلور سوه زره ډالرو ته رسیږي. په امریکا د ولسمشر معاش د جورج بوش د واکمنۍ پر مهال (۲۰۰۱) کې دوه برابره شو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

تر هغه وروسته د کاناډا لومړی وزیر سټیفن هارپر په دویم ځای کې دی او د کال ۲۶۰۰۰۰ ډالره معاش اخلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د جرمني لومړۍ وزیر انګېلا مرکل ۲۱۶۰۰۰ یورو، چې ۲۳۴۰۰۰ ډالره کیږي کلنی معاش اخلي. د جرمني د لومړۍ وزیرې او نورو وزیرانو معاش په مارچ میاشت کې ۲.۲٪ ډېر شوی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

تر مېرمن مېرکل وروسته د سویلي افریقا ولسمشر جاکوب زوما په څلورم ځای کې دی، چې د کال ۲۲۳،۵۰۰ ډالره معاش اخلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د بریتانیا د لومړي وزیر کلنی معاش له ۲۱۴۸۰۰ ډالرو سره برابر دی. چې په دې کې د پارلمان د غړیتوب معاش هم ورګډ دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د شتمن هېواد جاپان لومړی وزیر شینزو آبې د کلني معاش اخیستلو په برخه کې شپږم ځای لري. ښاغلی شینزو ابې د کال ۲۰۲۷۰۰ ډالره معاش اخلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د نړۍ د یو بل شتمن هېواد فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاند ۱۹۴۳۰۰ ډالره کلنی معاش لري. په ۲۰۱۲ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته ولسمشر هولاند خپل دېرش سلنه معاش نه اخلي پرته له هغه یې تنخواه ۲۷۴۵۰۰ ډالرو ته رسېده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د روسیې د لومړي وزیر ویلادیمیر پوتین کلنی معاش د نړۍ د نورو مشرانو په پرتله اتم ځای لري. د هغه معاش ۸،۲ میلیونه روبله دی چې ۱۳۶۰۰۰ ډالره کیږي. ولسمشر پوتین تېره اونۍ د خپلې تنخواه د لس سلنې د کولو اعلان وکړ.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د ایټالیا لومړی وزیر ماتیو رینزي ۱۲۴۶۰۰ ډالره کلنی معاش اخلي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

تر هغه وروسته د برازیل لومړی وزیره دیلما روزېف په لسم ځای کې دی چې د کال ۱۲۰۰۰۰ ډالره معاش لري.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د هند د لومړي وزیر کلنی معاش ۱۹۰۰۰۰۰۰ هندي کلدارې دی، چې یواځې ۳۰۳۰۰ امریکايي ډالره کیږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د چین ولسمشر شه جین پینګ چې هېواد یې د نړۍ دویم ستر اقتصاد دی د کال یواځې ۲۲۰۰۰ ډالره معاش لري. په داسې حال کې چې د روان کال په پیل کې یې معاش شپېته سلنه لوړ شوی دی.