تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل وايي، هره ورځ به غزې ته د دوو لاریو تېلو لېږدولو اجازه ورکړي
د جګړې لپاره د اسرائیل ګومارل شوې کابینه وايي، دوی به هره ورځ دوو لاریو ته اجازه ورکوي چې په غزه کې د مرستو چارو دوام لپاره ملګرو ملتونو ته تېل ورسوي.
یو اسرائیلی چارواکی وايي، تیل به غزې ته اوبو رسولو او چټلو اوبو ایستلو کې ''حداقل '' مرسته وکړي. یوه امریکايي چارواکي بیا ویلي، ډېری تېل به د مرستو رسولو کې کارول کېږي، خو یوه برخه به یې د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو لپاره هم کارول کېږي.
د امریکا متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې یوه چارواکي بي بي سي ته په دې هکله معلومات ورکړل چې څنګه اسرائیل غزې ته د یو څه تېلو لېږدولو هوکړه ومنله. د امریکا بهرنیو چارو وزارت لپاره د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټوشر په خپل رپوټ کې د دغه امریکايي چارواکی له قوله وايي، اصولاً څو اونۍ مخکې پر داسې یوه میکانیزم هوکړه شوې وه، چې په غزه کې د وېش لپاره به تېل رفح زېرمې ته پرېښوول کېږي.
خو اسرائیل د دوو دلیلونو له مخې د دې هوکړې عملي کول ځنډولي وو: لومړی دا چې دوی امریکایانو ته ویل چې په سویلي غزه کې اوس هم تېل شته او دوی انتظار کاوه، چې ښايي د یرغمل شویو کسانو پر سر ښايي یوه هوکړه وشي.
خو د چهارشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسرائیل ستراتیژیکو چارو وزیر روت دیرمیر ته ټیلیفون وکړ، وخت راورسېد، تېل ختم شوي او په غزه کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید سملاسي اقدام وشي.
پر پنجشنبه بیا هغه د اسرائیل اپوزېسیون مشر بینې ګانتز ته ټیلیفون وکړ، چې په خپل هېواد کې د بېړنیز وضعیت ملي وحدت حکومت غړی دی. دا مهمې مذاکرات وو او له هغه وروسته د اسرائیل جګړې لپاره ګومارل شوې کابینې د تېلو لېږد اجازې ورکولو رایې ورکړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت چارواکی وايي، امریکا به د تېلو کچې زیاتولو لپاره فشار روان وساتي.
بل لور اسرائیل پوځ ویلي، غزې ته د مرستو لېږدونکو کاروانونو 'وړتیا ' زیاتوي او په وینا یې په دې کاروانونو کې د شاملو لاریو پر شمېر به هیڅ ''محدودیت '' نه لګوي. د اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي: تر هغه ځایه چې اړتیا وي، اسرائیل به د بشری مرستو کاروانونو وړتیا او لاریو شمېر زیات کړي.
له دې مخکې اسرائیلي ځواکونو وویل، د یوې بلې ښځې مړی یې هم په غزه کې الشفا روغتون ته نژدې موندلی، چې د دوی په وینا یرغمل شوې وه. ۱۹ کلنه نوا مارسیانو چې یوه سرتېرې وه، له هغو ۲۴۰ کسانو یوه وه، چې د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل د حماس بریدونو پر مهال یرغمل شوې وه.
حماس چارواکي وايي، پر غزه د اسرائیلو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس له ۱۲ زره تنو اوښتی دی.