هند کې د ریل ګاډي پټلیو پل نړېدو له کبله ۲۶ کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، هند کې د ریل ګاډي پل نړېدو پېښې ځای ویډیويي تصویرونه
    • Author, ایسي ګوکسیدیف او کتراین ارمسټرونګ
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د هند په شمال ختیځ کې د ریل ګاډي پټلیو لپاره یو نوی چمتو کېدونکی پل نړېدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي دي.

مسوولین وايي، داسې اندېښنه شته چې ښايي ځینې نور کسان تري تم دي. پېښه د میزورام ایالت په سیرنګ سیمه کې شوې ده.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي د پېښې پر مهال نژدې ۴۰ کارګر د دې پل په ودانیزو چارو بوخت وو. د پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او د هند ریل ګاډو ادارې په دې هکله پوښتنې، ګروېږنې پیل کړې دي.

تر اوسه د پېښې له ځایه درې کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

په دې کې یو ټپي شوی کارګر هم شامل دی، چې د پله له ۱۰۰ متره لوړې ستنې ژغورل شوی دی. دا پېښه د میزورام ایالت مرکزي ښار ایزاول ته ۲۰ کیلومتره نژدې هغه ځای کې شوې چې پر کورونګ نومي سیند د ریل پټلیو تېرولو لپاره پل تړل کېږي.

د لومړي وزیر نریندرا مودي دفتر په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي: ''د پېښې ښکار شویو کسانو سره هر ډول شونې مرسته او ملاتړ شوي دي. ''

په اعلامیه کې ویل شوي د وژل شویو کسانو نژدې خپلوان ته به ۲۰۰ زره هندۍ روپۍ مرسته ورکړل شي. د هند ریل ګاډو چارو اداره بیا وايي، د پېښې ښکار شوي ټول کسان د لوېدیځ بنګال ایالت اوسېدونکي دي.

د ریل ګاډي لپاره د خامرنګ-سیهمیوی په نامه دې کرښې غځولو چارې دوه کاله مخکې پیل شوې وې او تر دسمبر میاشتې پورې به بشپړې شي.

په هند کې د ودانیزو چارو پر مهال دا ډول پېښې کمساري نه دي. تېر کال اکتوبر کې د هند لوېدیځ ګجرات ایالت کې د پلي کسانو لپاره ودان شوی یو پل ونړېد چې له کبله یې له ۱۴۰ ډېر کسان وژل شوي وو.