تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن: د هېرې شوې جګړې ماشومان
که کړاو پته یا ادرس درلودی، نو کېدای شي هغه به د یمن په تعز کې د الرشید کوڅه وي. هغه ځای چې د غرونو او حوثي یاغي جنګیاليو راچاپېره کړی دی.
د دې تنګې کوڅې په خټینو کورونو کې، ځوانان نشي کولی له یوې سختې جګړې وتښتي، هغه جګړه چې نړۍ یې هېروي.
د تورو ویښتانو لرونکي کوچني هلک، موږ د کوڅې په لور روان کړو، په ګړندۍ توګه یې هلته پراته کثافات لېرې کړل. بدر الحربي اوه کلن دی، د یمن له جګړې یوازې لږ کشر دی. د هغه ښۍ پښه له زنګون پورته پرې شوې ده. پر کمیس یې "سپورټ" لیکل شوي دي.
بدر د خپلې کورنۍ د کور شاته انګړ کې پر خښتو ناست دی، پر پښو یې بوټان نشته. د هغه مشر ورور هاشم د هغه تر څنګ دی، هغه ته د رسېدلي زیان په اړه وايي: د هاشم ښۍ پښه ماته شوې او ګوتې یې پرې دي.
د دوی د پلار الحربي ناصر المجناحي په وینا، دغه هلکان د تېر کال اکتوبر میاشت کې داسې مهال د حوثي یاغیانو په ډزو کې وویشتل شول چې د ښوونځي تر رخصتي وروسته د خپل کور په لور روان وو. دوی بیا له هغه وخت راهیسې خپلو ټولګیو ته نه دي تللي.
هغه وايي، "هر څه په بشپړه توګه بدل شوي، هغوی نور له نورو ماشومانو سره بهر لوبې نه کوي. دوی معیوب دي. دوی وېرېږي او رواني ستونزې لري."
نهه کلن هاشم په خپل کوچني غږ وايي، غواړي بېرته ښوونځي ته لاړ شي. "زه غواړم زدکړې وکړم او ښوونځي ته ولاړ شم." بدر هم وايي غواړي ښوونځي ته ولاړ شي خو وايي "زما پښه پرې شوې، نو څنګه لاړ شم؟".
د دوی پلار وايي، د راتلونکي ښوونیز کال لپاره یې په ښوونځي کې د دوی نوم لیکنه نه ده کړې ځکه د لېږد رالېږد لپاره یې پیسې نلري. او هغه هېڅ چاره نه لري چې خپله کورنۍ له دې بد حالته وباسي.
هغه وايي: "که څه هم موږ ډارېږو، موږ نشو کولای چې بل ځای ژوند وکړو، ځکه کرایه به یې لوړه وي. موږ مجبور یو دلته پاتې شو، که مرو یا ژوندي پاتې کېږو ."
د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې حوثي یاغیانو د یمن پلازمېنه صنعا ونیوله او حکومتي چارواکي یې وشړل. وروسته د سعودي په مشرۍ ټلوالې مداخله پکې وکړه چې د انګلستان او امریکا ملاتړ هم ورسره و.
سعوديانو ژمنه وکړه چې د حکومت د بېرته راستنولو لپاره به چټک عملیات وکړي. خو هڅې یې کافي او بریالۍ نه وې.
اته کاله او د ایتلافي ځواکونو د زرګونو هوايي بریدونو وروسته، حوثي یاغیان لا هم په پلازمینه صنعا کې مېشت دي. سعوديان اوس لږ تر لږه له پوځي پلوه د چټک وتلو غوښتونکي دي.
خو د تعز په لومړۍ کرښه کې بدر او هاشم اوس هم د جګړې له غږونو سره وېدېږي او راوېښېږي.
بدر وايي: "ما د چاودنو غږونه اورېدل، او هلته ناپېژاند وسله وال هم شته. هغوی په ګاونډ کې په هر څه ډزې کوي. زه داسې احساسوم چې نژدې چاودنه شوې او یا مو کور وران شوی وي."
د تعز ښار له څه باندې ۳۰۰۰ ورځو راهیسې محاصره دی او د حکومت او حوثي ځواکونو ترمنځ د جګړې ډګر دی. له دغې جګړې ځوانان خوندي نه دي پاتې.
یوه سیمه ییز ډاکټر بي بي سي ته وویل له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې د شاوخوا ۱۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده، چې د حوثیانو د ګولیو، ماینونو او ناچاودو توکو له امله معیوب شوي دي.
په تېرو کلونو کې په تعز کې د حوثیانو د جګړې له امله ډیری ماشومان معیوب شوي او یا هم وژل شوي دي. ځینې یې د جګړې په لومړیو کلونو کې د سعودي په مشرۍ د ټلوالې په هوايي بریدونو کې وژل شوي او ځینې نور یې بیا د حکومتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. هلته د ټولو خواوو لاسونه په وینو ککړ دي.
تېر کال د ملګرو ملتونو په منځکړیتوب شپږ میاشتنی اوربند وشو چې ورسره د یمن د جګړې اور هم اوس لږ څه سوړ شوی هلته اوس د پخوا په شان جګړه نشته خو سوله هم نه ده راغلې.
سعودي عربستان او ایران سره جوړ شول او یو بل ته یې لاسونه سره ورکړل چې تر اوسه لا سره ښه دي.
بلخوا د سعودي او حوثیانو ترمنځ هم خبرې روانې دي، خو سرچینو بي بي سي ته ویلي لا تر اوسه کومه پایله نه ده ترې ترلاسه شوې. د یمن د خپلو جنګیالیو ډلو ترمنځ لا هېڅ ډول خبرې نه دي شوي.
دغه هېواد په زیاتېدونکې توګه له ماتېدونکي حالت سره مخ دی، لکه ټوټه شوی لوښی چې بیا یې نه سره یو ځای کېږي.
دلته جګړه، لوږه او فقر سره تړلي دي. دوی د نړیوالو د هېرېدلو له خطر سره مخ دي.
اوس تر بل هر وخت ډیر یمنیان وېره لري چې دوی دې بیا په اسانۍ سترګې پټې کړي.
وېرېږي چې څوک به د تعز، بدر، هاشم او امیر له ټپي هلکانو سره د هغوی په زدکړو او د ماشومانو لوږې په لیرې کولو کې مرسته وکړي؟