چین کې د نجونو والیبال پرمهال د ښوونځي د چټ ړنګېدو ۱۱ تنه وژلي

د خپرېدو وخت

چینايي حکومتي رسنیو ویلي، لږ تر لږه ۱۱ تنه وروسته تر هغه ووژل شول، چې د یوه ښوونځي د سالون چت د نجونو د والیبال لوبې پرمهال ولوېد.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، ډېری قربانیان ماشومان دي، خو تر اوسه دا خبره په رسمي توګه تایید شوې نه ده.

وارخطا شویو والدین د پېښې ځای ته نژدې په روغتون کې د خپلو ماشومانو د روغتیايي وضعیت لپاره شېبې شمارلې.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د پېښې پرمهال په دې ورزشي سالون کې ۱۹ تنه بند پاتې وو چې یوازې اته کسان ترې ژوندي پاتې شوي دي.

ځايی رسنۍ وايي د ودانيزو چارې يوه ځايي شرکت مشران نيول شوي دي

لومړنیو څېړنو ښودلې چې د چت په جوړولو کې د اورشیندې ډبې په څېر مواد له ښیښه يي توکو سره یوځای شوي وو چې تر ډېره د باران د اوبو راغونډېدو له کبله د چت د لوېدو لامل شوي.

پولیسو ویلي، دا ودانۍ د چین صنعتي هیلونګ جیانګ ښار په چیچیها سیمه کې دی.

چارواکو ویلي، د سالون د ننه څلور تنه د چت له کنډوالو په راوتلو توانېدلي.

له کنډوالو ۱۵ رایستل شویو کسانو یوازې څلور یې ژوندي پاتې شوي.

دا پېښه په سیمه ییز وخت د یکشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته درې بجې شوې او د ژغورنې عملیات د دوشنبې ورځې تر ګهیځ روان وو.

په چین کې د دغو ډولو پېښو اصلي لامل د ودانیو جوړولو اصولو کې د خوندیتوب ټیټ معیار په ګوته شوی.

په تېره جون میاشت کې د چین شمال لوېدیځ کې یوه رسټورانټ کې چاودنې لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل.

په لومړنیو څېړنو کې روښانه شوه چې د رسټورانټ یوه کارمن د اوبلن ګازو د یوې لیک شوې ډبې د شیر بدلولو په حال کې وو چې چاودنه وشوه.

په تېره اپرېل میاشت کې، هم د بیجینګ روغتون کې د اورلګېدو پېښې ۲۹ تنه ووژل او یو شمېر ژوندیو پاتې شویو کسانو د روغتون د ودانۍ له کړکیو د ځان ژغورنې په پار ځانونه راوغورځول.