تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سپینې ماڼۍ ومنله چې په اوکرایین جګړه کې امریکايي کلسټر بمونه کارول کېږي
د امریکا ولسمشري ماڼۍ تائید کړې، چې اوکرایین له روسي ځواکونو سره په جګړه کې هغه کلسټر یا وږیز بمونه کاروي چې امریکا ورکړي دي.
د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کېربي وايي، دوی ته ورکړل شوي لومړني معلومات ښيي چې دا بمونه د روسي دفاعي ځواکونو د سنګرونو او عملیاتو پر ضد ''په ګټوره توګه '' کارول کېږي.
کلسټر یا وږیز بمونه داسې چمتو شوي، چې له منځه یې ګڼ شمېر کوچني بمونه راوځي او ملکي خلکو ته یې د احتمالي خطر له کبله له سلو ډېرو هېوادونو پرې بندیز لګولی دی.
امریکا د اوکرایین وسلو او مهماتو زېرمو د پیاوړتیا په موخه د دې ډول بمونو ورکړې هوکړه کړې وه.
په ورته مهال اوکرایین ژمنه کړې وه، چې له دې ډول بمونو به یوازې د خپل دښمن روسي پوځ د ټولېدو مخنیوي لپاره کار اخلي.
د امریکا ملي امنیت شورا ویاند په دې هکله وویل: ''دوی یې په سمه توګه کاروي. په ګټوره توګه یې کاروي او اصلاً دا د روسیې پر دفاعي تشکیلاتو او مانورو اغېز لري. ''
امریکا له هغه وروسته اوکرایین ته د وږیزو بمونو ورکولو پرېکړه وکړه، چې اوکرایین وویل، په دوبي کې به یې د ځوابي جګړې په ډګر کې مهمات لږ شي او د ډېرو د تمې برعکس دا ځوابي بریدونه سوکه او ګرانه تمامېدل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې ډول بمونو ورکولو پرېکړه ''سخته '' بللې وه او د بریتانیا، کاناډا، نیوزلنډ او اسپانیا په ګډون یې متحدو هېوادونو د دې بمونو له کارولو سره مخالفت کړی.
هلته ډېری استول شوي وږیز بمونه د توپ مرمیو په بڼه چمتو شوي چې د درجه بندۍ له مخې پکې ''ډیوډ رېټ '' دوه اعشاریه ۳۵ دی. دا د هغو کوچنیو بمونو شمېر حواله ده، چې د لوی بم له منځه وځي، ځینې یې سملاسي نه چوي او کېدای شي تر کلونو پورې د یوه احتمالي خطر په توګه پر ځای پاتې شي.
کلسټر یا وږیز بمونه په داسې صورت کې په ګټوره توګه کارول کېږي چې هدف په خندقونو یا سنګرونو کې د ناستو پوځیانو مخنیوی کول وي، ځکه د دې کوچنیو بمونو د بشپړپاکولو تر وخته د پلي پوځیانو لپاره پرمختګ یا یرغل کول ګران شي.
روسي ځواکونه دې ته ورته کلسټر بمونه پر اوکرایین له یرغل وروسته ان د ملکي خلکو اوسېدو په سیمو کې هم کارولي دي.
کله چې امریکا اوکرایین ته د کلسټر بمونو ورکولو پرېکړه وکړه، په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ویلي و، هېواد یې دغه ډول وسله لري او په وینا یې ''که زموږ پر ضد وکارول شي، موږ به یې هم وکاروو. ''