تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اروپا کې د ګرمۍ سخته څپه، د تصویر په ژبه
د اروپا په ځینو برخو کې د ګرمۍ یوه سخته څپه روانه ده او ویل کېږي، چې د ایټالیا په یوه ټاپو ساردینیا کې به د تودوخې لوړه درجه د سانتي ګراد په حساب تر ۴۶ پورې ورسېږي.
بل لور د اسپانیا په لاپالما ټاپو او د یونان په ځینې مرکزي برخو کې د همدې ګرمۍ له کبله ځنګلي ونو، بوټو اور اخیستی.
د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي، د موسمونو بې کچې شدت ښيي چې د اقلیمي بدلون موضوع کې لویو بدلونونو ته اړتیا ده.
په روم ښار کې ځايي اوسېدونکي او سیلانیان د ګرمۍ له شدته د ځان ژغورنې لپاره لرغوني رومن تیاتر ته نژدې (پورته تصویر کې او په لاندې تصویر کې په عامه فوارو کې) پر سرونو اوبه اړوي.
د ایټالیا په یوه بله سیمه بولوګنا کې هم ورته وضعیت ترسترګو کېږي او یو سړی په داسې حال کې بایسکل چلوي چې الیکترونیکي بادپکه له ځان سره لېږدوي.
د سربیا په بلګراد کې د سمندر پر غاړه د لمر له تودوخې د ځان ژغورنې یوه هڅه.
د یونان اتنز په سویل کې مسوولین د اور وژنې په چارو بوخت وو.
د اسپانیا په پالما سیمه کې هم ځنګلي ونو، بوټو اور اخیستی و.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.