پوتین د کرایمیا پر پول د "ترهګریز برید" د غچ اخیستلو ګواښ وکړ

د ویډیو تشریح، د برید له کبله د موټرونو لار تړل شوې
د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دغه هېواد او کرایمیا ټاپو وزمې پر نښلوونکي پله له "ترهګریز" برید وروسته د غچ ګواښ کړی دی.

په دغه برید کې دوه کسان وژل شوي او مسکو یې اوکرایین مسوول بللی. خو پخپله کیېف یې تر اوسه رسمآ مسوولیت نه دی منلی.

دغه پول په ۲۰۱۸ کال کې پرانیستل شوی او اوس د سفر او اکمالاتو مهمه لار ده‌.

روسیې د اوکرایین کرایمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴ کال کې ونیوه او وروسته یې د همدغه پله په وسیله چې موټرونه او اورګاډي پر تګ راتګ کوي، له خپلې خاورې سره وتړله.

د روسیې ترانسپورت وزارت ويلي چې د پله ستنو ته زیان نه دی اوښتی او یوازې سړک خراب شوی دی.

دغه وزارت په دې تړاو د څېړنو خبره کړې وه.

د دوشنبې سهار وختي په دې سیمه کې د چاودنې غږ د اورېدل کېدو ناتایید شوي رپوټونه خپاره شوي وو.‌

روسي چارواکو تور پورې کړی چې اوکرایین پر دغه پول د دوو بې کښتیوانو چاودېدونکو بېړیو په وسیله برید کړی.

د اوکرایین د امنیتي‌ خدماتو یوې سرچینې هم بي‌بي‌سي ته منلې چې برید دوی کړی او دا چې دغه برید لپاره سمندري ډرونونه کارول شوي.

خو پخپله بي‌بي‌سي تر اوسه داسې تصویري شواهد نه دي‌ کتلي چې دغه ادعا ثابته کړای شي.

Image from the damaged Kerch bridge

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې ولسمشر د دوشنبې ماښام یوه تلویزیوني‌ وینا کې اوکرایین پر 'بې‌معنی' او 'بې‌رحمانه' برید تورن کړ.

د کرایمیا پر پله دغه برید کې د موټرو لار زیانمنه شوې، خو د اورګاډي لیکې ته زیان نه دی اوښتی.

دا پول هغو روسي ځواکونو ته چې د اوکرایین سویلي سیمې یې اشغال کړې، د اکمالاتو مهمه لار ده.

د روسیې مرستیال لومړي وزیر 'مارات خوسنولین' چې له ولسمشر پوتین سره پر تلویزیون راڅرګند شو وویل، چې دغه پول به د نومبر تر لومړۍ نیټې بېرته په بشپړ ډول ورغول شي.

هغه همدا راز زیاته کړه چې د سپتمبر له پنځلسمې به پر پله له یوې خوا د موټرونو تګ راتګ هم پیل شي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا تور پورې کړی چې اوکرایین د کرایمیا پر پول برید د امریکا او بریتانیا په "مستقیم شراکت" ترسره کړی.

خو هغې د دې ادعا زباد لپاره څه شواهد نه دي وړاندې کړي.

د یادونې ده چې د دوشنبې ورځې دې پېښې له کبله د پله دواړو غاړو ته د موټرونو اوږده کتارونه جوړ او د اورګاډو تګ راتګ هم ټکنی شوی و.

پر دې سربېره دغه پله سره موازي د بېړیو د تګ راتک غځېدلې لار هم اغېزمنه شوې وه.

A view shows the Crimean bridge connecting the Russian mainland with the peninsula across the Kerch Strait, Crime. It is empty of vehicles.

د عکس سرچینه، Reuters

کرایمیا ټاپو وزمه د روسیې لخوا تر نیول کېدو وروسته روسي سیلانیانو ته د چکر او مېلې سیمه ده.

چارواکو دغلته له ایسارو کسانو غوښتي چې روسیې ته تګ راتګ لپاره د اوکرایین د نورو سویلي سیمو لارې وکاري.‌

روسي ځواکونو دغه سیمې د تېر کال تر یرغل وروسته نیولې دي.

د دغه یرغل له پیل وروسته د روسیې او کرایمیا ترمنځ سیاحتي‌ الوتنې درېدلې.

د یادونې ده چې د دغه پله ځینې برخې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې د یوې چاودنې له کبله وتړل شوې خو د روان کال فبرورۍ کې بېرته پرانیستل شو.

دا پېښه داسې مهال شوې چې له اوکرایین د غلو دانو د صادرېدو لپاره د اجازې هوکړه هم دوشنبه پای ته رسېده.

دا هوکړه تېر کال د ملګرو ملتونو تر څار لاندې لاسلیک شوې وه، او مسکو یې له غځېدو انکار کړی.

تازه د کرېملین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، د دغه پېښو ترمنځ څه تړاو نشته.