ملګري ملتونه: سوډان کې د ۸۷ کسانو ډله ييز قبر موندل شوی

د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، د سوډان په دارفور سیمه کې په یوه ډله ییز قبر کې لږ تر لږه د ۸۷ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، کره شواهد لري چې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) سره تړلي وسله وال د دې وژنو مسؤل دي.

ويل کېږي په وژل شویو کې ځینې د مسالیت توکمیز اقلیت څخه دي. په سوډان کې په دې وروستیو اونیو کې خونړۍ توکمیزې نښتې زیاتې شوې دي.

د چټک ملاتړ ځواکونو او د سوډان وسله والو پوځ ترمنځ د اپرېل له میاشتې راهیسې سخته جګړه روانه ده.

خو د چټک ملاتړ ځواکونو او د دوی متحدو ملېشو په لوېدیځ دارفور کې په وروستیو جګړو کې لاس لرل رد کړي دي.

د عبدالفتاح البرهان په مشرۍ د سوډان د پوځ او د البرهان د پخواني مرستیال محمد حمدان داغلو په مشرۍ د چټک ملاتړ د ځواکونو تر منځ د جګړې پایله کې په زرګونو کسان وژل شوي او میلیونونو نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، لږ تر لږه ۳۷ جسدونه د جون په ۲۰مه په لوېدیځ دارفور سیمه کې او ۵۰ نور بله ورځ په همدې ځای کې خښ شوي دي. په مړو کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دې کړنې له امله خواشيني څرګنده کړه او د پېښې په اړه یې د پلټنې غوښتنه کړې.

د روانې اوونۍ په پيل کې د چټک ملاتړ ځواکونو د بشري حقونو د څار ټولنې هغه تورونه رد کړل چې ويل یې دغې ډلې د مسالیت ټولنې ۲۸ غړي وژلي‌ او لسګونه نور ټپيان کړي دي.

تېره مياشت د لوېديځ دارفور والي وروسته له هغه ووژل شو چې د چټک ملاتړ ځواکونه یې د مساليت وګړو په نسل وژنه تورن کړل.

ملګرو ملتونه وايي دوی لا دمخه داسې راپورونه ترلاسه کړي چې عرب ملېشې د مسالیت کسان په نښه کوي او ویلي یې دي چې شخړې "توکمیز رنګ" اخیستی دی.