سودان جګړه: پر جنوبي سودان يې اغېز

د خپرېدو وخت

په سودان کې، روانې جګړې له امله په ګاونډ، جنوبي سودان کې بشري ناورین راټوکېدلی. په تېره یوه میاشت کې له ۶۷ زرو ډېر کسان دغه هېواد ته اوښتي دي.

ډېری یې د سویلي سودان وګړي دي چې په خپل هېواد کې له جګړې تښتېدلي وو.

سویلي سودان له وړاندې د نړۍ یو له خورا بې وزلو هېوادونو دی اوس د ورستنېدونکو او نویو ورتلونکو کډوالو د ځای پر ځای کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی.