پاکستان کې سیاسي ګوندونو د سرشمېرنې پر غیر رسمي پایلو نیوکې کړې

    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور
  • د خپرېدو وخت

پاکستان کې د سرشمېرنې پر غېر رسمي پایلو د سیاسي ګوندونو د مشرانو له خوا سختې نیوکې شوې دي. سیاسي مشران وايي، په ځینو ځایونو کې د خلکو شمېر له اصلي شمېره کم دی.

د سرشمېرنې موخه دا ده چې د وګړو له اړتیاوو سره سم منابعې وویشل شي او د تعلیم، روغتیا او نورو بنسټیزو اسانتیاوو لپاره د حکومت له خوا پر وخت او مناسب انتظامات وشي.

څېړونکي وايي، په پاکستان کې د ژوند د ټيټ معيار او د ډېرو خلکو لپاره د بنيادي اسانتياوو د نشتوالي يو لامل دا هم دی چې سرشمېرنه په خپل وخت او په عصري ډول نه کېږي. رحمان الله له پېښوره نور جزییات لري.

د نېشنل ملي عوامي ګوند عمومي سکرتر سردار حسین بابک وايي، د پاکستان په وګړشمېرنه کې په لوی لاس د پښتنو شمېر کم یادېږي، ځکه په وینا دې سره د پښتون مېشتو سیمو پر وسائلو د کنټرول ترلاسه کولو هڅې کېږي.

نوموړی وايي: ''عوامي نېشنل ګوند مخکې هم دا خبره کړې، چې له پښتنو سره تل ناانصافي کېږي، دلیل یې دا دی چې حکومت په ټاکلي وخت سرشمېرنه نه کوي، او که سرشمېرنه کېږي هم ناسمه ترسره کېږي. تاسې فکر وکړئ، چې دوی سرشمېرنه کړې، خو تر اوسه یې پایلې معلومې نه دي، دوی په دې هم پوهېږي، چې د پښتنو سیمو ته په مصنوعي توګه ترهګري راوړل شوې، خلک له همدې کبله بې ځایه شوي دي او هلته سرشمېرنه نه کېږي. که د نفوسو سم شمېر وښوول شي، که څه هم زموږ برخه سمه نه راکوي، خو بیا هم زموږ برخه زیاتېږي.''

د یادونې ده، چې د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې ملتپال ګوندونه او په ځانګړې توګه پښتانه سیاستوال پر پنجاب ایالت تور پورې کوي، چې پر وسائلو یې ولکه ټینه کړې.

په داسې حال کې چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام په ګډون ډېری سیاسي او مذهبي ګوندونه د پاکستان په ائیتلافي فدرالي حکومت کې شامل دي، خو ډېری دې ګوندونو د سرشمېرنې پر غیر رسمي پایلو نیوکې کړې دي.

بل لور پېښور کې خبریال علي اکبر وايي، سرشمېرنه یو پېچلی بهیر دی، چې له جدي مسائلو سره مخامخ دی. نوموړی وايي، پاکستان کې ټاکنیزې حوزې د همدې سرشمېرنې پر بنسټ ټاکل کېږي او همدا لامل دی، چې سیاسي ګوندونه پرې تل نیوکې کوي. پاکستان کې د ټولنیزو چار ماهرین وايي، د وګړو پرلپسې زیاتوالی او پر مناسب وخت د سرشمېرنې نه کېدل د خدماتو وړاندې کولو کې د ځنډ او خنډ لامل هم کېږي.

بل لور حکومت وايي، هغسې چې پکار ده خلک د سرشمېرنې بهیر کې همکاري نه کوي او د بېلابېلو دلیلونو له کبله د دې پر ځای چې کره معلومات وړاندې کړي، ځینې کسان د سرشمېرنې له کارکوونکو خپل شخصي معلومات پټوي.